د لوګر پر امنيه قومندانۍ بريد خپله د قومندان له لوري طرحه شوی و

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمداکبر ستانکزي پرون ( د ۲۰۱۵ م زيږديز کال د مارچ ۱۷ مه )  ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال د لوګر پر امنیه قومندانۍ شوي برید کې مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزی په لاس لرلو تورن کړ.

د راپورونو پر بنسټ په دغه برید کې ۲۴ پولیس و وژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

ستانکزی وايي، چې" بریدګر د امنیه قومندان د موټرو څخه په ګټې اخیستنې  قومندانۍ ته د ننه شوي دي" ځکه دده په وينا د لوګر امنيه قومندانۍ ته يوازې د قومندان موټرونه کولای شي پرته له تالاشۍ ننوځي.

ستانکزی پر امنيه قومندان تور پورې کوي، چې قومندان د زياتو پېسو په اخیستلو سره پر قومندانۍ د بريد زمينه برابره کړې.

له بلې خوا د لوګر امنيه قومندان عبدالحکيم اسحاقزی بیا د ستانکزي تورونه په کلکه ردوي او وايي، چې دغه استازي په دې وروستيو کې د خپلو شخصي ګټو ته د زيان رسېدو له کبله پر ده دا تورونه لګولي دي.

اسحاقزي زياته کړه، چې "ستانکزي ډېرې ګټې په لوګر کې له لاسه ورکړي دي" له خلکو یې جزیې اخیستې او د قانون له مخې د کرومېټو د ډبرو قاچاق مخه يې هم نيول شوې.

همدا ډول اسحاقزي په ستانکزي تور پورې کړ، چې نوموړی په دې لټه کې دی، چې د امنیه قومندانۍ نوم بد کړي او په دغه قومندان داسې يو څوک مقرر کړي، چې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د ده په ګټه کار وکړي.

خو په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی بیا د قومندان تورونه په کلکه ردوي او وايي، چې دی پخپله د کرومټو د قاچاق په مخنيوي په موخه د ولسي جرګې له ادرسه د کانونو وزارت ته مکتوبونه استولي دي.

ستانکزی زیاتوي، چې افغان حکومت لا د ټاکنو په کمېسيونونو کې اصلاحات نه دی راوستي او د ټاکنو برخلیک نه دی معلوم، نو دده په وينا دا له امکانه لرې خبره ده، چې ګوندې دی به د ټاکنو په اړه کومه اندېښنه لري.

اکبر زیاته کړه، چې د لوګر په امنیه قومندانۍ کې د وژل شویو کورنۍ او خپلوان ده راغلي او وایي، چې د امنيې قومندان د دوی مدعي ده.

اکبر وایي هر ځلې چې په امنیه قومندانۍ برید شوی دی، د امنیې اوسنې قومندان په کابل کې وي او دا د، دې ښکارندويي کوي، چې دغه قومندان په دې بریدونو کې لاس لري.

د امنیې قومندان بیا وایي "زه خپل مقامات لرم، چې په دې اړه له ما پوښتنه وکړي" او دا د دې وظیفه نه ده.

د يادولو ده، چې له دې وړاندې هم دوې ځلې په یاده قومندانۍ برید شوی و، چې د لوګر د سیمه ییزو پولیسو قومندان سبزعلي هم په کې و وژل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام