په لويه څارنوالۍ کې د ارګ د نفوذ هڅه

معترض څارنوالان وايي، په ارګ کې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د افغانستان په لويه څارنوالۍ کې خپل کسان پر دندو وګوماري.

دغه معترض څارنوالان، چې شمېر یې تر ۲۰۰ تنو رسېده نن شنبه (د ۲۰۱۵م زيږدیز کال د مارچ په ۱۴مه)  کابل کې د لويې څارنوالۍ څخه تر ملي شورا پورې لاریون وکړ.

څارنوالان د یو لاريون په ترڅ کې وویل، چې په ارګ کې ځينې د څارنوالۍ یوشمېر کارکوونکي د ازموینې په پلمه له دندې ګوښه کوي او پر ځای يې خپل غېر مسلکي کسان ګوماري.

معترض څارنوالان وایې، چې ارګ د لویې څارنوالۍ د ۴۰۰ مامورینو نوملړ په دې موخه د ازموینې اخیستو له پاره لیږلي، چې یاد کارکوونکي څوارلسم پاس یا هم غیرمسلکي دي او په دې پلمو يې له دندو ګوښه کړي.

څارنوال شمس الحق مولوي زاده د ولسمشر اشرف غني په حقوقي سلاکار تور پورې کوي، چې نوموړی غواړي د سیاسي، قومي او سمتي تبعیض له امله ترسلو زیات داسې کسان پر دندو وګماري، چې په ګاونډيو هېوادونو کې يې جعلي اسناد جوړ کړي دي.

همدارنګه د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم له څارنوالانو د ازموینې اخیستل د قانون خلاف بولي او زیاتوي، چې دغه څارنوالان په یاده اداره کې په کلنو کلنو خدمت کړی.

د ولسي جرګې غړې جنرال نظیفه ذکي وویل، چې یو شمېر برحاله څارنوالان د ازموینې په نوم له دندې ګوښه کيږي او پرځای ېې حکومتي چارواکي خپل کسان ځای پرځای کوي.

ذکي د دغو څارنوالانو ادعا هم تاييد کړه، چې ځينې چارواکي هڅه کوي د امتحان په نوم په جعلي اسنادو خپل وګړي پر دندو وګماري.

ذکي له ملي شورا وغوښته، چې باید ددغې موضوع په اړه جدي اقدمات ترسره کړي.

بل خوا د ولسمشر ویاند اجمل عبېد عابدي بیا وایې، چې ولسمشرغني په دولتي ادارو کې اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی.

دی زياتوي، چې له څارنوالانو څخه ازموينه د کوم تبعیض له مخې نه بلکې په ادارو کې فساد د مخنيوي په هدف اخیستل کيږي.

د لاسته راغلو معلوماتو له مخې همدا اوس د هېواد په ټولو عدلي او قضايي ارګانونو کې ټولټال ۱۷۰۰ تنه د دولسمو او څوارلسمو  ټولګیو فارغان د لوی څارنوالانو او څارونکو په توګه کار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام