د افغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله دوبۍ ته ولاړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې د افغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله د برازیل المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه تیاری کوي.

خبرپاڼه لیکي چې افغان فوټبال ملي لوبډله په کابل کې د څوو اونیو تمریناتو وروسته د نورو پرمختللو تمریناتو په موخه  د عربي امارتو (دوبۍ) ښار ته ورسیده.

خبرپاڼه زیاتوي چې ددې تمریناتو موخه داده، چې د ایران په کوربتوب د برازیل المپیک سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو ته ښه تیاری ونیسي.

خبرپاڼې د فوټبال فدراسیون له مشر کرام الدین کریم له خولې لیکلي چې افغان لوبډله به راتلونکو سیالیو ته ښه چمتووالی ولري او ددوی د بریاوو هیله یې وښوده.

د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي چې ټاکل شوې ده افغان فوټبال ملي لوبډله به د عربي اماراتو په (دوبۍ ) ښار کې د ۶ ورځو لپاره د کورنیو او بهرنیو روزونکو تر څارنې لاندې وروزل شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په عربي اماراتو کې به د یوې اونۍ تمریناتو وروسته د افغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو کوربه هیواد ایران (شیراز) ښار ته هم د ۶ ورځنیو تمریناتو لپاره سفر وکړي.

ټاکل شوې ده د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو ته د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزې سیالۍ د اسیا وچې په بیلا بیلو هیوادونو کې ترسره شي.

ددې سیالیو لپاره افغانستان په (سي) ګروپ کې له فلسطین ، نیپال ، سعودي عربستان او کوربه ایران لوبډلو سره لوبې لري.

په دې سیالیو کې د اسیا وچې ټول هیوادونه برخه لري، چې په ۱۰ ګروپونو ویشل شوي دي او د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې به د قطرپه کوربتوب المپیک سیالیو ته دلارې په موندنې په وروسته د اسیا په وروستي پړاو کې دلوبیدو چانس ترلاسه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام