ولسمشر اشرف غني د امريکا نوي دفاع وزير شتون کارټر سره د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې سوله او ثبات د افغانانو يواځینۍ هيله ده.
غني زياته کړه، چې افغان حکومتي چارواکي په مثبت طرف درومي او په دې برخه کې حکومت د مثبتو لاسته راوړنو لپاره هيلمندي لري.
څو ورځې وړاندې د نړېوالو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شول، چې ګوندې په قطر کې د طالبانو لپاره د خبرو اترو په موخه بيا دفتر پرانېستل شو او په لومړي پړاو کې طالبان د امريکايي چارواکو سره خبرې اترې کوي.
همدارنګه د پاکستان د پوځ مشر او لوی درستيز جنرال راحل شریف هم په خپل څلورم سفر کې افغان ولسمشر اشرف غني ته طالبانو سره د سولې خبرو اترو په باب د اسلام اباد د همکاريو خبر ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې د روان ۲۰۱۵ ميلادي کال د مارچ په میاشت کې به دغه پروسه عملا پېل کاندي.
دا چې د هېوادونو ترمنځ په بهرني سياست کې د امتيازاتو د ورکړې په بدل کې د امتيازاتو اخیستل طبعي موضوع ده، نو د سياسي چارو يو شمېر افغان شنونکي بیا انديښنې لري چې باید کابل، اسلام ته د امتیاز ورکولو په برخه کې ملت ته پوره وضاحت ورکړي.
دغه شنونکي وايي، چې د طالبانو خبرو اترو په اړه پاکستان ته د امتيازاتو په باب د وضاحت نه ورکړه دوی سخت اندېښمن کړي دي.
د چارو شنونکی محیب الله شریف سلام وطندارته وویل، د نړۍ وروستيو حالاتو ته په پام؛ پر پاکستان د نړېوالو له لوري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې سخت فشارونه زيات شوي او «پاکستان يې دې ته اړ کړی، چې خپلو اوسني داخلي کړکېچن حالاتو په پام کې نیولو سره د سولې په برخه کې افغانستان ته د مرستې اوږه ورکړي.»
د نوموړي په وينا ښايي د دغې مرستې په بدل کې پاکستان هم ځينې غوښتنې ولري او د افغان حکومت څخه امتيازات واخلي.
تر دې وړاندې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر نثارعلي خان د تیرې پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري سره د کتنې پرمهال ویلي و، چې له افغانستان سره یې اړیکې په بې سارې ډول ښې شوې دي او هیڅ کله دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د اوس په پرتله ښې نه وې.
په همدی حال کی د چارو بل شنونکی وحید مژده وایي، پا کستان چې کوم څه غوښتل هغه یی ترلاسه کړي دي.
دی زیاتوي کله چې محمد اشرف غني واک ته ورسید هرڅه یې د پا کستان په ګټه را وڅرخول.
مژده وايي؛ غني په لومړي پړاو کې «له هندوستان سره يې اړیکې سستې او پيکه کړې او اوسمهال د دغه هېواد مرستې يې د سترو پروژو په اړه د بندېدو په حال کې دي.»
تیره ورځ ولسمشراشرف غني په هیواد کې د سولې د ټینګښت د څرنګوالي په اړه د خپلو سلامشورو په لړ کې د سولې عالي شورا غړو ته وویل، چی د سولې په اړه یې د پردې ترشا له چا سره معامله نه ده کړې او نه غواړي د افغانستان په اړه مهم موضوعات له خلکو پټ کړي.