د اسلامي دولت ډلې په خپله تازه ویډيو کې ښيي چې د ۲۱ تنو عسویانو سرونه غوڅوي، چې ویل کېږي دې ۲۱تنه د جګړې برخه نه و.
د مصر قبطي کلیسا هم تایید کړې ده چې اسلامي دولت ۲۱ تنه قبطیان وژلي دي، اسلامي دولت ډلې دغه ویډيو د «د صلیبیانو له پاره په وینو لیکلی پیغام» په نامه خپره کړې ده.
داعش دغه ۲۱ تنه عسویان د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د لیبیا په سرت سیمه کې نیولي و.
په دې ۵ دقیقې ویډیو کې ښوودل کېږي چې ۲۱ تنه عسویان په نارنجي جامو کې د اوبو په غاړه په ګونډو کېږي او سرونه ترې غوڅېږي.
مصري رسنیو دوه ورځې وړاندې د دې عسویانو د وژنې خبر ورکړ، خو داعش ته منسوب ټویټرپاڼې پرون –یکشنبه – د سلواغې ۲۶مه – د دې سرغوڅونې لنډ فلم خپور کړ.
مصري ولسمشر عبدالفتاح سیسي دغه عسویان د « تروریزم شهیدان» بللي او په مصر کې يې ۷ ملي ماتم اعلان کړی دی.
سیسي د وژل شویو له کورنیو سره په خبرو کې وویل چې مصر د داعش د ورکاوي وس لري او د دې وژل شویو غچ به اخلي.
ورسره جوخت نن « یکشنبه د سلواغې ۲۷مه » مصري هوايي ځواکونو خبر ورکړی دی، چې دوی د همدې وژل شویو په غچ کې نن په لیبیا کې د داعش مېشت ځایونه بمبار کړي دي، چې لیبیايي چارواکو يې هم پخلی کړی دی.
داسې ښکاري چې داعش په لوی لاس هڅه کوي چې عربي هېوادونه په خپل ضد ودروي، چې دم ګړۍ هم مصر، لیبیا او اردن د داعش پر ضد د تړون هوايي ملګري دي، چې د دوی په مېشت ځایونو بمباري کوي.





