ملي لوبډله باید د روزونکي خبره ومني

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شهیدي سلام وطندار راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که افغان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې د خپل روزونکي خبرې ومني بریالۍ به وي.

حشمت الله شهیدي په افغان کرکټ ملي لوبډله کې نړیوال جام سیالیو ته غوره نوماند شمیرل کېده خو د افغان کرکټ بورډ ټاکوونکي ډلګۍ لخوا په لوبډله کې وانخیستل شو.

د ښاغلي شهیدي په وینا چې د روزونکي انډریو مولز همیشه دا لارښونه وي چې باید په پنځوس اوریزه لوبه کې تر ۲۰ اورونو له ۲ زیات لوبغاړي له لاسه ورنکړو او احتیاطي لوبه وکړو.

شهیدي زیاته کړه که افغان کرکټران تر ۳۵ اورونو پوری ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي نو په وروستیو کې داسې برید کوونکي لوبغاړي لري چې هرقسم کم هدف په یوه ستر هدف بدلولې شي.

ددغه لوبغاړي په وینا چې د نوموړي زده کړې د اسټرالیا او نیوزیلینډ د وروستي سفر څخه اوسنۍ کرکټ ملي لوبډلې ته دا مشوره ورکوي چې باید د برید کوونکي کرکټ په ځای دفاعي کرکټ وکړي.

د حشمت الله شهیدي په اند په اسټرالوي پیچونو ویکټ ساتل د برید کوونکي لوبې په ځای په احتیاطي لوبې سره ښه لاره ده.

ښاغلي شهیدي په لومړۍ تمریني سیالۍ کې د هندوستان خلاف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مورال لوړ وښوده چې په وینا به یې د ملي لوبډلې په پرتله په هندۍ لوبډلې سخت فشار وي او افغان کرکټ ملي لوبډله باید د هندوستان د اوسني بد حالت څخه پوره پوره ګټه پورته کړي او د نړیوال جام درسمي پیل وړاندې هندوستان ته ماتې ورکړي.

حشمت الله شهیدي له افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه په پاتې کېدو خواشیني وښوده چې د ژوند لومړې ارمان یی پوره نشو؛ خو بیا هم به کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د خپلې ملي لوبډلې بریا ته لاس په دعا وي.

د ښاغلي شهیدي په وینا چې که له تیاریو او کوربتوب له اړخه ووایي نو دده په اند داتلولۍ جام ګټلو لپاره اسټرالیا او د سویلي افریقې کرکټ ملي لوبډلې مخکښی نوماند لوبډلې دي.

شهیدي د کرکټ بورډ د هغه منطق او دلیل سره هم مخالفت وښوده چې له مخی یی نوموړی د نړیوال جام ۱۵ کسیزې کرکټ ملي لوبډلې څخه ویستلی دی.

د نوموړي په وینا که په کرکټ کې د (قد) خبره دومره مهمه وای نو هندوستانی (سچن ټنډولکر) به دومره کرکټ نه وای کړی او نه به یې دومره شهرت پیدا کولای.

حشمت الله شهیدي وویل چې افغان کرکټ ملي لوبډله په بالینګ کې د نړۍ د هیڅ لوبډلې کمه نه ده خو که په بیټینګ کې حوصله وکړي او د روزونکي په لارښوونې عمل وکړي نو ښه ښه لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.

ښاغلي شهیدي زیاته کړه چې لومړی د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو د ښه ځلیدو په هیله دی؛ خو په دی هیله دی چې کپتان نبي عیسی خیل بیرته خپل پخواني ښه حالت ته راشي چې ترڅنګ یی نوروزمنګل او جاوید احمدي هم اوس مهال په بیټینګ کې ډیر ښه روان دي.

د شهیدي په وینا دا چې په نړیوال جام سیالیو کې نه لوبیږي نو د خپلې خوښې کرکټر سریلانکایي کمار سنګاکارا نړیوال کرکټ په پریښودو به ډیر خواشینی وي.

د حمشت الله په وینا چې په نړیوال جام سیالیو کې یې د افغان کرکټ ملي لوبډلې وروسته د خوښې لوبډله هندۍ لوبډله ده چې په وینا یی بهترین ځوان او احساساتي لوبغاړي لري.

ملي کرکټ لوبغاړي  حشمت الله شهیدي له خپلو مینه والو هم مننه وکړه چې له ملي لوبډلې څخه په کېناستو یې ددوی ډیره حوصله اوچته کړه او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې به په خپلو ټولو کمزوریو کار وکړي او له بشپړ تیاري سره به ملي لوبډلې ته راستون شي او دافغانستان کرکټ لپاره به خپل خدمت جاري وساتي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام