په شمال کې د داعش خلاف د مرګ ډله جوړه شوه

په شمال کې د داعش او وسله والو طالبانو په خلاف پخوانيو مجاهدينو لاس یو کړی او دمرګ په نوم یې نوې ډله جوړه کړې
ددغه ځای جهادي قوماندانان دې خبرې ته اندېښمن دي چې داعش تازه په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي  او دپراخېدو په حال کې ده.

دغه ډله وايي د داعش پر وړاندې به تر وروستۍ سلګۍ وجنګيږي.

دشمال پخوانيو جهادي قوماندانو د سه شنبې په ورځ (دسلواغې په ۷مه) د بلخ ولایتي شورا په انګڼ کې غونډه وکړه او پر ولسمشر یې نیوکه وکړه چې وسله والو مخالفينو ته د سیاسي مخالفينو نوم اخلي.

افغان ولسمشر په خپلو ورستيو څو ویناګانو کې طالبانو ته د سیاسي مخالف خطاب وکړ په داسې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي طالبانو ته مرور ورونه اصطلاح کاروله چې مخینه یې د ډاکټر نجیب تر واکمنۍ رسيږی.

دغې قوماندانانو چې ځان د مرګ په ډلې نوموي وویل، دمرګ تر ورځې به دهر ډول ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي.

دغه ډله وايي، دافغانستان خلک هیڅ کله ترهګریزې ډلې نه شي زغملی او هغه ډلو سره لیوالتیا نه لري، چې داسلام له پاک نوم ناسمه ګټه اخلي.

دوي زیاتوي، دافغانستان خلک به کله هم داسې ډلو ته سر ښکته نه کړي.

دمرګ ډلې په خپلې دې غونډه کې چې له ملي بیرغه جوړ لباسونه یې پر غاړه و د ( سر ورکوم سنګر نه ورکوم او دافغانستان زنده باد) نعرې هم وهلې.

 

دمرګ د ډلې مشر حاجي محمد مهدي یار د داعش پر وړاندې د حکومت په چوپه خوله پاتې کېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه

ورستي خپاره شوي خبرونه او راپونه ښاي چې داعش دهیواد په ځینې ولایتونو کې فعالیتونه پیل کړي چې داندېښنې وړ دي خو حکومت یې پر وړاندې غلی دی

دمرګ ډلې قوماندان پخوانی حکومت ملامتوي چې په ۱۳ کالو کې یې د ترهګریزو ډلو مه ونه نیوله.

دمهديار په خبره دناټو او افغان ځواکونو په موجودیت کې د ترهګریزو ډلو پیاوړي پاتې کېدل دخلکو له پاره دپوښتنې وړ نکته ده.

مهديار چې غونډې ته یې له جوش ډکې خبرې کولې وویل، دملګرو شمېریې تر ۵۰۰۰زره رسيږی چې هر يو یې په ځان د مرګ نوم ایښی دی.

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه راپورونه هغه مهال زیات شول، چې دوسله والو طالبانو ځینو ډلوداسلامي دولت له خلیفه ابو بکر البغدادي القریشي سره بیعت اعلان کړ او په افغانستان او سیمه کې یې دخراسان دامیر په توګه ځینې قوماندانان هم وګمارل.

هلمند، زابل، لوګر، غزني، کونړ، ننګرهار، بدخشان، فاریاب او کندهارهغه ولایتونه دي چې په کې د داعش دموجودیت په اړه ویره زیاته ترسترګو کيږي.

دافغانستان ملي امنیت چارواکو ویلي و، چې داعش افغانستان کې ځای نه لري او دا هسې تبلیغات دي.

خو بل لورې بیا د یک شنبې په ورځ ( دسلواغې ۵مه)دکندهار امنیه قوماندان جنرال رازق په یوه خبري ناسته کې په کندهار او هلمند کې د داعش په خلاف دعملیاتو غوښتنه وکړه او دا ډله یې افغانستان له پاره سرخوږدی جوړونکې وبلله.

په همدې حال کې بیا دهلمند چارواکو اوسنی داعش د طالبانو هم هغه پخواني ملګري وبلل او زیاته یې کړه چې مخ پټي وسله وال پخوانی طالبان دي خو یواځې لباسونه یې بدل کړي دي.

یواځې افغان امنیتي چارواکي نه دي چې افغانستان کې د داعش دفعالیت په اړه ضد و نقیض نظرونه ورکوي، امریکايي چارواکي هم په دې کې سره یوه خوله نه دي.

دامنیتي مسایلو څېړونکي جاوید کوهستاني سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، افغانستان کې داعش له پاره هغه زمینه نه ده جوړه کومه یې چې په عراق کې درلوده.

د افغانستان په ځینې ولایتونو کې د داعشت نښې نښانې ډيرې لیدل کيږي خو په عراق او سوریه کې ځينې هیوادونو دخپلو ګټو له پاره له داعش ملاتړ کوه خو افغان کې وضعه داسې نه ده. البته داسلامي دولت وسله واله ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې هم دعراق په څېر کړنو ته لاس واچوي.

همدې نظر ته په کتو ځکه خو په بل کې د مرګ ډلې له ولسمشر غني او اجرایوي رییس وغوښتل چې د وسله والو ډلو پر وړاندې دقیقه پالیسي پر مخ یوسي.

ځېنې نا تایید شوي راپورنه کاږي چې وسله والو طالبانو هم خپلو ملګرو ته سپارښتنه کړې چې د داعشي ډلو پر و ړاندې وجنګيږي او پراخېدو ته یې پرېنږدي.

دامنیتي مسایلو څېړونکي هم وايي، که داعش ته مخه ورکړل شي هغوي به ډير ژر افغانستان کې خپل نفوس زیات کړي

ددوي په باور داعش د وسله والو د جذب او خپلو له پاره ټول امکانات په لاس کې لري او که افغان حکومت ترې غلی شو نو په راتلونکې کې به افغان امنیتي ځواکونو ته یو سر درد وي.

 

 

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام