کابل او له مرګه یوازې اووه دقیقې مخکې

علي‌سینا په اته و شل دقیقو له پوهنتون نه راووت. هغه هم د کابل پوهنتون او هم د افغان ـ امریکايي پوهنتون محصل و. د تېر په څېر د کور خوا ته روان شو او د لارې په اوږدو کې یې کور ته زنګ وواهه چې ژر به ځان ډوډۍ ته ور ورسوي.

«۳۵ سلنه ثبت شوي شکایتونه بې اعتباره دي»

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وايي، د ټاکنیزو ټیمونو له خوا د ټولو ثبت شویو شکایتونو له ډلې ۳۵ سلنه یې مدارک او اسناد نه لري او له همدې کبله بې اعتباره ګڼل کېږي.

د واورې اورښت او توپان؛ د څو ولایتونو لارې وتړل شوې

له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په ډېری ولایتونو، په تېره مرکزي ولایتونو کې د درنو واورو اورېدو او توپانونو د غور، بامیان او ډایکنډي ولایتونو لارې له ولسوالیو او هم له پلازمېنې کابل سره د مسافرو پر مخ تړلې دي.

قاچاقيان د نامنظمې کډوالۍ ستونزې پټوي

احمد د هغه ځوان مستعار نوم دی چې ۱۱ کاله یې کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او یو وخت یې هم کابل کې د انګلیسي ژبې زده‌کولو مرکز یا کورس جوړ کړی و.