۹۰ کلنه تربګني، نوې روغه جوړه

دغه دوه قومونه کامدېشو او کشتوزو نومېږي، چې ۹۰ کاله پخوا یې ترمنځ د اوبو د یوې ویالې پر سر جنجال راپورته شوی و.

تر دامهاله د دغو دوو قومونو په شخړو کې شاوخوا ۴ سوه تنه مړه شوي او ۲۵۰ ټپیان شوي دي.

د ولسمشر غني له خوا د دغو دوو قومونو د روغې جوړې لپاره یوه لس کسیزه جرګه جوړه کړې ده.

د سه شنبې د (می په ۵مه) د نورستان ولایت کې د دې جرګې کارونه د ځای ناستي والي حافظ عبدالقیوم د نورستان اړوند دولتي چارواکیو او د دواړو قومونو استازو په حضور کې د غرمې نه وروسته رسمآ پرانستل شول.

ځای ناستي والي وویل، په نورستان کې د ناامنیو او بدبختیو لوی عامل قومي تربګنۍ دي، چې د کامدېشو او کشتوزو قومونو تر منځ تربګني یې غوره بېلګې دي.

د ده په خبره، له دغو ډول تربګنیو او دښمنیو نه وسله والو مخالفینو نه هم ګټه اخیستې ده.

د جرګې مشر اسد الله وفا وویل، د نورستان ستونزه د ټول افغانستان ستونزه ګڼي او ښکیلو اړخونو ته ډاډ ورکوي، چې په عدالت او بې پریتوب سره به حل لاره لټوي، چې دواړو قومونو ته د قناعت وړ پرېکړه وکړي.

که څه هم د نورستان د نورو قومي تربګنیو تر څنګ د کامدېشو او کشتوزو د تربګنیو د حل په موخه یو ځل د امیر امان الله خان په دوران کې دولتي پرېکړه شوې، خو تربګنۍ پای ته ونه رسېدلې.

د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا داسې یوه جرګه ټاکل کېږي، چې باصلاحیته هم دی او ډېری خلک هیله لري، چې د چارواکیو په وینا ډېر ژر به نېږدې ورځو کې په کار پیل وکړي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام