۴ ورځې کېږې د کندهار ـ روزګان لاره تړل شوې‌ده

شاوخوا دوو سوو لاریونوالو د کندهار – روزګان لویه لار له ۴ ورځو راهیسې ځکه د ترافیکو پرمخ تړلې چې وایي، پولیس پر دې لار تلونکي موټرچلوونکي او مسافر ځوروي او پیسې ترې اخلي.

د ناامنۍ تر څنګ خلک د لارې له خرابوالي هم سرټکوي.

د دې لاریونوالو له ډلې حاجي خدای‌رحیم او سعدالله پر دولت غږ کوي، که ستونزې یې حل نه‌شي؛ لار به همداسې تړلې وي.

له تېرو څلورو ورځو راهیسې پر دې لویې لارې تلونکي بند پاتې مسافر هم وايي، د پولیسو ناوړه چلند يې څو ځله لیدلی؛ خو بیا هم اړ دي چې خپل مقصد ته ځانونه ورسوي.

په‌دې لویې لارې تېرېدونکی عبدالسلام او ولي‌جان وايي، پر دې لويې لارې هره امنیتي پوسته مسافرځوروي.

دوی غواړي چې لارې خلاصې او امنیت یې ټینګ شي.

د روزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان د خلکو شکایت په اړه سلام وطندار ته وویل، د لاریونوالو غږ يې اورېدلی او دا ستونزې يې تر لوړ پوړیو چارواکیو رسولې دي.

ښاغلی پټان زیاتوي، د دې لارې د اساسي رغونې، امنیت او د مسافرو هوسا تګ ـ راتګ له‌پاره یې یو پلاوی ټاکي چې په جدي ډول دا ستونزې حل کړي.

د کندهار- روزګان لار وروسته له هغې لاریونوالو وتړله چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې ناپېژاندو وسله‌والو د پوهنتون یو استاد او څلور مسافر له موټره تر کښته‌کولو وروسته په ووژل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام