۲۰۱۵م ز کال د خبریالانو له پاره تر ټولو بد کال و

نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوولین د خپل یو کلني راپور د خپرولو پر مهال وویل، چې تېر ۲۰۱۵ م ز کال د رسنيو او خبریالانو له پاره په افغانستان کې تر ټولو بد کال وو.

دغه اداره وايي، چې په ۲۰۱۵م ز کال کې ۲۴ رسنۍ په جدي ډول ګواښل شوي دي.

د "نی" ادارې رییس صديق الله توحيدي وايي، چې په ۲۰۱۵م ز کال کي ۹۵ له تاوتریخوالو ډکې پېښې ثبت شوې دي، چې د دغو پېښو زیاته برخه يې د طالبانو له لوري ترسره شوي دي.

هغه زیاتوي، چې ۳۲ نورې د تاوتریخوالو ډکې پېښې بیا د حکومتي مقاماتو له لوري ترسره شوې دي، چې ۲۲ هغه يې ناشناس چارواکي دي، چې رسنۍ يې ګواښلي دي.

توحيدي زیاتوي، چې د روان کال په جریان کې ۴ خبریالان وژل شوي، ۳ ټپيان ، ۴ تنه زنداني، ۲۰ تنه وهل شوي او ۶۴ نور يې بیا له ګواښونو او بدو خبرو سره مخ شوي دي.

همدارنګه هغه په ۲۰۱۵م ز کال کې معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو یو له جدي ستونزو یاد کړ.

له بل لوري د دغې ادارې له خوا د سیاسي چارو کارپوه احمد سعيدي ته د شجاعت تندیس هم ورکړل شو.

هغه یو وار بیا پر حکومت تور پورې کړ، چې د ده د ترور په دوسیه کې د اړوندو چارواکو له خوا ناغيړي کيږي.

له دې سره سره د نی دفتر وايي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ۱۶ وژل شويو خبریالانو دوسیو ته پاملرنه نه ده شوې او دوی له دولت څخه غواړي، چې دغو دوسیو ته باید جدي پاملرنه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام