د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د پاکستان له چترال پولې کرښې د نورستان ولایت له لارې ۲۰۰ ترهګر اوښتي دي.
د بدخشان والي فیصل بیګزاد سلام وطندارته وویل، د امنیتي ځواکونو معلومات په ډاګه کوي، ۲۰۰ بهرني او کورني ترهګر، چې پوځي زده کړې یې پاکستان کې سرته رسولې د پاکستان چترال له لارې د نورستان له کرښې بدخشان ته اوښتي دي.
په همدې حال کې د بدخشان ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ۱۵ورځې وړاندې د بهرنیو ترهګرو دوه ډلې بدخشان ته واوښتې.
د نظري پروینا، ترهګر له امنیتي ځواکونو سره له کوم مقاومت پرته د یمګانو ولسوالۍ جخان درې او جرم ولسوالۍ خستک سیمه کې ځای پرځای شوي دي، چې دده پر وینا، هر بهرني ترهګر پوځي زده کړې هم کړې دي.
مالومه نه ده، چې دوی ۲۰۰ کسان دي، لږ دي او یاهم ډیر خو په دوو ډلو کې ننوتلي دي د پاکستان د توپ خانې له لارې، یوه ډله يي د ملا حافظ په مشري راغلې او بله ډله يې د بهرنیو هیوادو شاوخوا ۸۰ اورپکي، چچینیان، ازبکستانیان او تاجکستانیان دي.
د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ اوس مهال بشپړ د دولت وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي او ددې ولایت ځينې برخو کې هم فعالیتونه لري.