یوه ۱۸ کلنه نجلۍ پرون د بدخشان په بهارک سیمه کې د وسله والو له خوا په ډزو وویشتل شوه.
د بدخشان د ښځو چارو رییسه ذوفنون ناطق وايي، چې دغه نجلۍ ګلالۍ نومیږي او پرون ماسپښین هغه مهال، چې د وسله والو له خوا و پېژندل شوه په عام محضر کې د کورنۍ پر وړاندې یې ووژله.
د ناطق په وینا ګلالۍ له میړه تښتېدلې وه او یو کال یې د امن په کور کې تېر کړي و.
د راپورونو پر بنسټ ګلالۍ بیا د خپلې خوښې سره سم یې په محکمه کې له بل سړي سره واده کړې وه او بلاخره پرون ماسپښین د بدخشان په بهارک ولسوالۍ د فوته په کلي کې وسله والو له خوا پېژندل کیږي او په عام محضر کې د کورنۍ په موجودیت کې په ډزو ویشتل کیږي.
ذوفنون وايي، تر دې مهاله په دې اړه څوک نه دي نیول شوي او د پولیسو هڅې هم روانې دي، چې د دې پېښې عاملان ونیسي.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په دې وروستیو ۴ کلونو کې زیات شوی او نړیوالې ټولنې او افغان دولت غوښتل، چې دغه کچه کمه کړي خو بریالي نه شول.
دې ته ورته پېښه کې کابو شل ورځې وړاندې په بغلان کې دوه نجلۍ هم وژل شوې وې.