د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نۍ مسوولین وایي، چې په ۱۳۹۴ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالو ۱۱۶ پیښې ثبت شوې دي.
د یاد بنسټ مسوول صدیق الله توحیدي وایي، چې په ۱۳۹۴ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالی ۶۴ پیښې طالبانو له خوا، ۲۶ د افغان دولت، ۲۱ پیښې د نا پیژندو کسانو او یوه پیښه هم د بهرنیو ځواکونو له خوا رامنځته شوي، چې وژنې او ټپي کیدل په کې شامل دي.
د توحیدي پر وینا، په ۱۳۹۴ کال کې ۱۲ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ۱۳۹۴ کال په افغانستان کې د خبریالانو او وینا ازادی له پاره خونړۍ کال و.
توحیدي غوښتنه کوي، چې حکومت باید خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته ډاډ ورکړي چې ژوند یې له خطر سره مخ نه دی، په هیواد کې دې پاتې او خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان خبریالانو مرکز نن پنجشنبه مارچ (۱۷مه) د خبریالانو ورځې په ویاړ خپل کلنی راپور خپور کړ، چې پر بنسټ یې په روان کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخواو ۱۹۱ پیښې ثبت شوي چې ټپي کیدل، سپکاوی، فزیکي ګواښونه او نور په کې شامل دي.
د نوموړي مرکز مشر احمد قریشي په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته وویل، چې سږ کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښې دوه ځله زیاتې شوې دي.
قریشي زیاته کړه، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د ټول افغانستان په کچه په وروستیو ۱۲ میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالو ۱۹۱ پیښې ثبت کړي، چې په کې فزیکي او ځاني تاوتریخوالی، سپکاوی او پر خبریالانو فشار راوستل او یا پر رسینو بریدونه شامل دي او دا شمیرې په ډاګه کوي، چې په ۱۳۹۳ کال کې چې ۱۰۳ پیښې وې په پرتله له خبریالانو سره تاوتریخوالی ۸۶ سلنه لوړ شوی دی.
قریشي وايي، چې د حکومتي چارواکو له خوا خبریالانو سره د تاوتریخوالو کچه د تیر کال په پرتله راښکته شوې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، په ۱۳۹۴کال کې ۲ خبریالان طالبانو یرغمل کړي وو چې یو یې دلنډې مودې له پاره حکومت ونیوه، ۱۵ خبریالان وهل او ډبول شوي او یا په قصدي ډول وژل شوي او ۶۳ نورو خبریالانو ته په دغه کال کې سپکاوی شوی دی.
په همدې حال کې د خبریالانو حقونو دفاع بنسټونه د ملي یووالي له حکومته غواړي، چې په راتلونکي کال کې دې پرې نږدي چې له خبریالانو سره د ۱۳۹۴ کال تاوتریخوالي پیښې بیا تکرار شي.