د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزې ټاکنیزې شخړې، د بهرنیو ځواکونو وتل او د نا امنیو ډېرېدل د دې سبب شول، چې د همدې کال په اوږدو کې ۳۰ سلنه پانګونه راکمه شي.
افغانستان ته په اقتصادي لحاظ دغه کال له ننګونو او سترو اقتصادي بحرانونو نه ډک کال و.
د ملي یووالي حکومت پر ډېرو ژمنو عمل نه کول، هغه نیمګړتیا ده، چې افغانستان یې په اقتصادي برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.
د پانګونې د ملاتړ ادارې رییس وفي الله افتخار سلام وطندارته یې وویل، چې د ټاکنیز بهیر ځنډېدل، د هېواد پر اقتصادي حالت، په ځانګړي توګه د پانګونې په برخه کې د سوداګرو پر اقتصادي روحیه ژور منفي اغیز وکړ.
د افتخار په وینا، د ۱۳۹۲ لمریز کال په پرتله په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د پانګه اچونې بهیر ۷۰۰ میلیونه را لوېدلی دی، چې دا کچه ۳۰ په سلو کې د پانګونې کموالی راپه ګوته کوي.
" په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ۳۵۷۵ شرکتونه نوي جوړ شول او په ۱۳۹۳ کال کې ۲۷۴۳ نويو شرکتونو په کار پیل وکړ؛ چې د شرکتونو دغه شمېر ۲۴سلنه کموالی راښيي."
نوموړي د پانګونې د جذب په برخه کې خوښي وښوده، ویې ویل چې ښايي په راتلونکي لمریز کال کې به د پانګونې په بېلابېلو برخو لکه کانونو، صنعت، کور جوړونې او کرهڼې په برخه کې زیات والی راشي.
په ورته حال کې د احصايې مرکزي اداره وايي، چې د ۹۳ لمریز کال په لومړیو درېیو ربعو کې په کرهڼيزو تولیداتو کې د تېر کال په پرتله ۷ سلنه کموالی راغلی دی.
د دې ادارې چارواکیو په وینا، په صنعتي تولیداتو کې سږ کال په لومړیو درېو ربعو کې د تېر کال په پر تله ۱۹سلنه کموالی لیدل کیږي، خو د کانونو د ایستلو په چارو کې، چې د سکرو ډبرو، ګچ ډبرو، مرمرو ډبرو، مالګې، امونیا او طبیعي ګاز په کې شاملېږي؛ د سږ کال په لومړیو ربعو کې د تېر کال په پرتله ۱۲.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د احصايي مرکزي ادارې مرستیال حسیب الله وايي، سږ کال په صادارتو او وارداتو کې د تېر کال په پرتله ښه والی راغلی، خو د سوداګریز بیلانس په کسر کې کموالی راغلی: " د سوداګریز بیلانس کسر شاوخوا ۹۰.۸ سلنې ته رسیدلی یعنې ۹۴ سلنو څخه یې ۹۰ سلنه کموالی کړی دی، چې د یو ښه حالت ښکارندوی دی."
د اقتصادي چارو پوه آذرخش حافظي سلام وطندار ته وویل، ۱۳۹۳ کال د چارو د ترینګلتیا او اقتصادي پرمختګ د ډبکیدو بې برخلیکه او بې پروګرامه کال و.
"کله چې حکومت نه وي موجود، ژمن وزیران چې خصوصي سکتور رهبري کوي، موجود نه وي؛ اقتصادي پرمختګ امکان نه لري. له بلې خوا د دولت له لوري اقتصادي اوصول او دندې نه وي لیکلې شوي او د عامو خلکو تر غوږونو نه وي رسول شوي، چې د اقتصادي پرمختګ په اړه چېرته کار وکړي او د وخت له مخې کوم کار په کوم وخت کې تر سره کړي. کله چې دغه مسایل څرګند نه وي؛ نو اقتصادي پرمختګ په خپل سره وده نه کوي."
دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې ولسمشر غني د تحلیف په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې وارداتي اقتصاد به په تولیدي اقتصاد بدلوي.
ولسمشر غني په لومړۍ وینا کې د ولسمشر په توګه وویل:" موږ تر اوسه په لګښتي اقتصاد ولاړ یو، چې په وارداتو او بهرنیو مرستو ولاړ اقتصاد دی. زموږ موخه دا ده چې په صادراتو ولاړ اقتصاد رامنځته کړو، چې د خلکو هوسا او ملي اقتدرا رامنځته شي. د افغانستان جغرافیوي موقیعت کولای شي، چې دا هېواد په یو ټرانزیتي خدماتي هېواد بدل کړي، کانونه کولای شي افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړي، اوبه او ځمکې یې کولای شي، چې موږ په یو فعال هېواد بدل کړي، شرط دا دی، چې په هېواد کې شته پیسې به په پانګې اړوو."
په لوګر کې د کرومایتو د راېستلو قراردارد له منځه وړل، په پاکستان کې د ټاپي پروژې د غړیو هېوادو ناسته او د نړیوالې ټولنې د ۱۶میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه؛ هغه څه دي، چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د اقتصاد په برخه کې په افغانستان کې تر سره شوي دي.
افغان ولسمشر د ۱۳۹۳کال د لړم د میاشتې په شپږمه، په څلور ورځني سفر چین ته ولاړ او هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړل.
د ۱۳۹۳ کال د قوس په ۱۳مه مرسته کوونکیو هېوادونو د لندن په ناسته کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به په څلورو کلونو کې ۱۶میلیارده ډالر مرسته کوي.
له بل لوري ولسمشر په دې ناسته کې د نظام د سمون او اصلاح راوستنې په اړه ټنګار وکړ، چې د ۷۰ هېوادونو استازو او نړیوالو بنسټونو په دې ناسته کې وویل، چې له افغانستان سره به په دې برخو کې مرسته وکړي.
غنې په هېواد کې دننه په یوې ناسته کې د خصوصي سکتور له غړیو سره وویل، چې دولت به د دې سکتور همکار وي او هرو مرو به د سوداګرۍ وارداتي بڼه په صادراتي بڼه واړوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان ۱۳۹۳ لمریز کال د اقتصادي پرمختګ لپاره بیا ښه نه ګڼي او وایي، چې د دې کال لومړۍ نیمایي په ټاکنیزو شخړو او پاتې نیمایي یې د کابینې په جوړولو کې تېره شوه.
د دې کارپوهانو په باور که اقتصادي فعالیتونه او د پانګونې جلبول په همدې ډول په قراره مخ ته لاړه شي؛ په راتلونکي کال کې به د اقتصادي پرمختګ له کموالي سره مخ شي.