کابل ښاریان د پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي

د کابل یو شمېر ښاریان له مسولو ادارو نه غوښتنه کوي، چې په پولیسو دې څار وکړي او دې ته دې اړ کړي، چې له ښاریانو سره مسلکي او سم چلند وکړي.

دغه ښاریان وايي، که پولیس له خلکو سره سم چلند وکړي؛ د ښاریانو او پولیسو تر منځ به همغږي زیاته او دغه چاره د عامه نظم او امنیت په برخه کې ګټوره تمامېږي.

دوی وايي، د پولیسو سم چلند په ټولنه کې د ټولنیزو حقونو د خوندیتوب له پاره زمينه برابروي.

خو په ورته وخت کې یو شمېر نور ښاریان بیا وايي، چې د پولیسو چلند د پخوا په پرتله ښه شوی او هيله څرګندوي، چې چارواکي دې د پولیسو مسلکيتوب ته پاملرنه نوره هم زیاته وکړي.

په دې اړه د کابل یو تن اوسېدونکي عبدالله سلام وطندار ته وویل، "پولیس له ټيکسي چلوونکو نه پیسې اخلي، ښاریان ځوروي او حکومت باید په دې برخه کې د خلکو او پولیسو تر منځ همغږي رامنځته کړي".

د پولیسو د چلند په اړ د پلازمېنې اوسېدونکی جمشید وايي، چې د پخوا په په پرتله اوس د پولیسو چلند له خلکوسره ښه شوی دی او هیله لرو، چې دا مسلکي چلند نور هم زیات شي.

بل خوا د کورنیو چارو وزات د پوځي څارنوالۍ رییس ډګر جنرال فضل کریم سادات هم سلام وطندار ته مني، چې په کابل ښار کې یو شمیر پولیس له خپلې د ندې ناوړه ګټور پورته کوي.

جنرال سادات وايي، چې دوی ته د هغو تورنو پولیسو دوسیې هم ورغلې چې د خلکو پر وژنې، وهلو- ټکولو او ناقانونه پيسو اخیستلو تورن دي.

د جنرال سادات پر وینا، د وزارت په دې پوځي څارنوالۍ کې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو دوسیې هم شته، چې په جرمنو کې ښکېل دي، خو له نوم اخیستلو يي ډډه وکړه.

 

د کورنیو چارو وزارت پوځي څارنوالۍ په تېرو ۵ میاشتو کې ۳۶۲ دوسیې څخه ۲۵۰ يې له ارزونې وروسته محکمې ته سپارلې دي.

جنرال سادات په ورته وخت کې وایی، پولیس اجرایه قوه او قانون پلي کوونکي دي؛ نو له همدې کبله اکثر وخت قانون ماتوونکي بې ځایه شکایتونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کورنیو چار وزیر نورالحق علومي ویلي وو، چې له بشري حقونو سرغړونې، د پولیسو په لیکو کې فساد، له ترهګرو سره د پولیسو همکاري او د خلکو ځورونه، هغه تورونه دي، چې پر پولیسو لګېدلي دی.

ښاغلي علومي د دې ستونزو د هواري په موخه د پولیسو د قانون طرحې د تعدیل له پاره حقوقي کمېسیون ته دنده سپارلې، چې د ملي پولیسو په طرحه کې تعدیل، د پولیس له پاره فکري، ښونیزه، بدني او عقیدوي روزنه او د ترافیکو اوسنی غیر نورمال سیستم په عصري او پرمختللي سیستم بدل کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام