یو سریال؛ چې د یوه دور نماینده ګي کوي

غالب پوهان وایي، چې د میرزا اسد الله خان غالب د لویوالی یو علت دا و چې هر څه یې ځانګړي او د هنر په رنګ کې رنګ وو.

شاعري یې خپل ځای لري او په اردو ادب کې ښايي په میر تقي میر پسې دویم ستر شاعر وي؛ خیر په دې اړه د نقادانو اختلاف شته؛ خو غالب خپله وایي چې ( سنا هی پچهلې زمانی می کويي میر بهی تا) نو دلته یې خپله میر تقي میر لوی شاعر بللی دی.

دویمه برخه د میرزا اسد الله خان غالب نثر او په ځانګړي ډول دده لیکونه دي، (خطوط) غالب هم د غالب د شاعرۍ په شان خپل ځانګړی خوند، هنر او شهرت لري، په دې لیکونو کې غالب د خپل دور د مختلفو موضوعاتو یادونه کړې ده، ځينې لیکونه یې دده د سختو بیتونو کونجي ګانې دي، ځکه ده خپلو ملګرو او لوستونکو ته پکې خپل شعرونه معنا کړي دي.

د غالب درېیمه برخه چې د بحث وړ ده هغه دده شاعرانه فطرت او په خبرې اتري دي، غالب کې یو کمال دا و چې ډير حاضر ځوابه و، دده په لیکونو کې هم د غالب د حاظر ځوابۍ نمونې ډيرې لیدل کیږي.

بله ځانګړنه د غالب نړۍ لید ( جهاني بیني) وه، غالب په خپل وخت کې د ځينو خپل منځیو اختلافاتو سخت مخالف و او همدې به ځوراوه. په دې کې یوه موضوع هغه وخت د فارسي، هندي او اردو ژبو بدلون و او دویمه ستونزه بیا په هندي ټولنو کې د عقایدو بیلتون و، خو غالب ددې سخت مخالف و، ویل به یې چې دا دیوالونه باید د خلکو تر منځ نه وي.

د غالب هنر او شخصیت دومره لوی دی چې دا خبرې به یې په اړه کیدای شي ډيرې نیمګړې او په نشت حساب وي، خو زموږ اصلي موضوع د غالب پر ژوند جوړ شوی سریال دی او سریال ته په کتو د غالب د شخصیت دا دې ته ورته ځينې خبرې جوتیږي.

غالب سریال :

د اردو ژبې ددې ستر شاعر پر ژوند یو سریال جوړ شوی دی، دا سریال چې د هند مشهور شاعر (ګلزار) لیکلی دی، خپله یې لارښوود هم دی او د تولید چارې یې هم همده ترسره کړي دي.

غالب پوهان وايي چې د سریال کیسه د غالب پر اثارو (غالبیات) د څيړنې پر بنسټ لیکلې شوې ده، دغه څيړنې هم  ګلزر او کیفي اعظمي کړې ده او د سریال شته کیسه یې ترې جوړه کړې ده.

په سریال کې د غالب رول ( نصرالدین شاه) لوبولی دی.  تنوي اعظمي یې د میرمن  په رول کې لوبېدلې ده او نینا ګوپتا پکې بیا پر غالب د مئینې نڅاګرې (نواب جان) رول لوبولی دی.

دغه سریال د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ کال کې د هند په (دور درشن ملي ټلویزیون) خپور شو، چې ټولې ۴۶ برخې لري.

غالب پوهان دا نظر هم لري چې په سریال کې د غالب اصلي ژوند نه دی راخیستل شوی دی، ځينې ځایونه یې بدل شوي دي، خو دلته د سینما مجبوریت هم دی، د غالب د دور او ۱۹۸۸ تر منځ زماني او مکاني توپیر دومره ډير و چې ښايي د کټ مټ ژوند انځورول به ستونزمن وو.

خو بیا هم ډيرې هغه پيښې چې د غالب په ژوند کې مهمې وې او هغه یا نورو غالب پوهانو یې یادونه کړې ده، په دې سریال کې په یوه نه یو شکل څرګندې شوي دي.

دلته به زه د څو هغو پيښو یادونه وکړم چې غالب پوهان یې د غالبیاتو پر بنسټ د غالب په ژوند کې رښتینې او مهمې ګڼي او په سریال کې هم تصویر شوي دي .

  •  د سریال پیل له هغه ځایه کیږي چې غالب د سهار له لمانځه بیرته کور ته را وګرځي او خپلې میرمن سره خبرې کوي، میرمن یې کور ته بلي او دا ورته وایي چې په کور کې اوس څه دي چې زه ورشم؟ یعنې دا چې په وروستي عمر کې د غالب ژوند بیخي خراب و، حتی تر دې چې غالب خپله په نشت حسابوه.

 

  •  سریال په همدې وخت کې ماضي ته ځي او د غالب ماشومتوب ښيي، دلته نو دا مهمه ده چې د غالب پلار په پوځ کې ، چې بیا مړ شوی و، ورور یې لیونی  او دی خپله خسر کره اوسیده، چې وروسته یې ورته کور هم پاتې شو،  د سریال له مکالمو ښکاري چې د غالب میرمن هم په کوچنیتوب کې واده شوې ده او په یو وخت کې يې خسر شعر ولولي نه غالب ته وایي، دا څومره بدرنګ شعر دی، تانه مې د داسې شعر تمه نه وه، غالب ورته وايي چې کاکا دا زما شعر نه دی، دا  د بل اسد شعر دی، ځکه زه خپل تخلص بدلوم او غالب تخلص ټاکم.

 

  • د غالب د ژوند له مالي اړخه دده د اګرې ملګري (بنسیدر) تامینوه، هغه به ورکره راته او مرسته به یې ورسره کوله.

 

  • غالب په خپل وخت کې په خپل ادبي چاپیریال کې نه پيژندل کیده، تر دې چې کله د اختر مشاعرې لپاره قلعې ( شاهي دربار) ته لاړ شي، هلته یې خلک په شعر نه پوهیږی، هیڅ داد نه ورکوي او دا خفه له مشاعرې کور ته راځي.

 

  • د غالب په ژوند کې بله مهم ځانګړنه ده، دده بیوزلي وه، په سریال کې هم ښودل کیږي چې غالب په ښار کې له خلکو پور اخلي او خپل ژوند پرې تیروي، تر څنګ یې دا معلومات هم شته، چې د هغه وخت له ادبي حلقې ( په اوسنۍ اصطلاح ادبي مافیا) بهر، غالب په عامو خلکو ډير ګران و.

 

  •  د غالب په ژوند کې یو ستر خفګان دده، د اولاد نه شتون  و، د غالب اوه زامن په ماشومتوب کې مړه شوي دي، یوازې یو یې تر درې کالو ژوندی و چې هغه هم د اختر په ورځ مړ شو او غالب ورته خبله مشهوره مرثیه (کویی دن اور) لیکلې ده.

 

  •  د غالب د ژوند یوه ستر پېښه د کلکتې سفر و، د غالب د پلار تقاعد (پینشن) بند وي، ددې لپاره باید کلکتی ته تللی وی چې دې سفر یې ډير وخت نیولی و، هلته یې د خپل تیز او خوددار مزاج له مخې د وخت له انګریز والي (ګورنر) سره جنګ کړی و او له هغه پيسو یې د تل لپاره لاس مینځلی و.

 

  •  په سریال کې دا هم لیدل کیږي چې په هغه وخت کې د غالب شاعرۍ ډير مینه وال نه لرل، بلکې غالب په خلکو یوازې دده د خوږ مزاج له مخې ګران و، د غالب دیوان چې چاپ ته لیږل شوی و؛ نو هغه وخت یې په لکهنو کې هم مطبعو له چاپ کولو ډډه کړې وه.

 

  •  یوه ستره پېښه چې ښايي ډير غالب پوهان ورسره موافق نه وي، یا به یې په همدې شکل نه مني چې په سریال کې ښودل شوې ده هغه د (نواب جان) نڅاګرې کیسه ده، په سریال کې ښودل کیږي چې نواب جان په غالب مئینه وه، دده شاعري به یې سندره کوله او ورسره نڅیده به، چې اخر د غالب په ارمان مړه شو او د مرګ علت یې هم د غالب بې پروایي ښودل شوې ده.

دا او دې ته ورته ډيرې لویې او کوچنۍ پېښې په دې سریال کې انځور شوي دي، چې په ټولو خبرې کول یې ناشوني دي، په فلم کې نصرالدین شاه ډير ښه رول لوبولی دی او نصر الدین شاه په یوه مرکه کې خپله  هم منلې چې ده غالب سریال دده په هنري ژوند کې تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده.

په سریال کې بل ډير مهم او لوی اړخ موسیقي ده، په هره برخه کې د غالب یو غزل ویل شوی دی، دا غزلې جګجیت سنګ او میرن یې چیترا سینګ ویلي دي، کمال یې دا کړی دی چې په هره موقع یې هماغسې یو غزل انتخاب کړی دی، ډير خلک په دې نظر هم دي چې د جګجیت سنګ د شهرت لامل په همدې سریال کې موسیقي برابرول او غزلې ویل وو.

 د غالب سریال که څه هم ډيره برخه یې د غالب خپل ژوند دی، خو دا په اصل کې د هغه دومره هر اړخیزه انځورګري او د مغلي امپراتورۍ د وروستۍ سلګیو نماینده ګوي. په سریال کې د غالب تر څنګ د هغه وخت د هندي ټولنې انځورګري شوې ده، سیاسي اړخ یې ښودل شوی دی، د انګریزانو استعمار ته اشاره شوې ده، د هغه وخت ادبي چاپيریال او شته شاعران انځور شوي دي او تر دې چې له هنر سره د مغلي شاهانو مینه او زړه راښکون هم پکې په دې انداز ښودل شوی چی بهادر شاه ظفر ( وروستی مغلي پاچا) به په خپل دربار کې مشاعرې کولې او شیخ ابراهیم ذوق یې د دربار شاعر (ملک الشعراء) و.

د غالب  پر ژوند ډير اثار لیکل شوي دي، تر همدې سریال مخکې د غالب پر ژوند یو فلم جوړ شوی دی چې په هغه کې هم نصر الدین شاه مرکزي رول لوبولی دی.

دده تر څنګ پرې یو ناول لیکل شوی دی، خو په ناول کې بیا د غالب ژوند د سریال سره ډير زیات توپير لري، ښايي لامل به یې دا و چې په ناول کې د سریال په پرتله سانسور ته اړتیا کمه وي، ځکه سریالونه زیاتره فامیلي وي او ټول خلک یې لولي.

ځينې لذتونه او کیفیات په الفاظو کې نه لیږدول کیږي، د سریال خوند به هغه خلک ښه احساسوي چې سریال وګوري، دا سریال تر ( دور درشن وروسته) ډيرو رسنیو خپور کړی او په دې وروستیو کې د ځينو افغاني چینلونو له لورې هم خپور شوی چې زموږ په ټولنه کې یې ډير مینه وال پيدا شوي دي.

نن که خلک د غالب په خوښه پوهیږي، غالب پيژني او حتی ځينې یې مکالمې یې د هغه په یاده یادې دي، نو دا ټول د همدې سریال برکت دی چې غالب یې هر کور او هر لیدونکي ته په ښه ډول انځور او تشریح کړی دی.

په فیسبوک کې لیکل شوي وو، چې د غالب آمونه ډير خوښيدل … خو د خوشال بابا څه خوښیدل؟ نو هیڅ یوه پښتون یې سم ځواب نه ورکړی ، لامل یې دا دی چې زموږ ستر انسانان یوازې په کتابونو کې پاتې او ولس ته نه دي رسیدلي. اړتیا دا لیدل کیږي چې ددې سترو انسانانو په ژوند عامیانه کار وشي چې ژوند یې ټولو خلکو ته په عامو ټکو او انځورو کې وړاندې شي او خلک یې له ژوند سره او فکر سره بلد شي.

د هغې ورځ په تمه چې افغاني سینما همداسې پرمختګ وکړي او موږ د خپلو سترو شخصیتونو پر ژوند جوړ شوي همداسې فلمونه او سریالونه ولرو، خو ددې ټولو لپاره به موږ به ته د (ګلزار) په څير لیکوال ، د (جګجیت ) په څير سندرغاړی او د ( نصرالدین شاه) په څير ممثل پکار وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام