په جوزجان ولایت کې یو زوی خپله مور او خور د چړې په ګوازرونو وژلي دي.
د دې ولایت ځايي مسوولین وایي، پېښه تېره شپه د خواجه دوکوه ولسوالۍ په تواش کلي کې رامنځته شوې ده.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر نعمت الله کوهزاد سلام وطندار ته وویل، دا سړی ګلبدین نومیږي او خپله مور او خور یې د ګاونډي له زوی سره د ناروا اړیکو په تور وژلي دي.
د کوهزاد په خبره، ګلبدین له سیمې تښتېدلی او د نیولو لهپاره یې پولیسو پلټنې پيل کړي دي.
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، وژل شوې ښځه ۵۸ کلنه او لور یې ۲۰ کلنه وه.