یوه طالب د کابل ـ پروان پر لویه لار ۲ مسافر وژلي

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوال محمداصف سلام‌طندار ته وویل، د طالبانو یوه غړي چې د دې ولسوالي د خلازه‌يي سیمې اوسېدونکی دی، د مسافرو پر یوه موټر چې د کابل ـ پروان پر لویه لار روان و، ډزې کړي چې له کبله یې ۲ مسافر وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، یاد کس هم په همدې موټر کې سپور و چې خپل ځای ته تر رسېدو وروسته یې پر نورې سپرلۍ ډزې کړې دي.

د قره‌باغ ولسوال زیاتوي، دغه مسافر له بغلانه کابل ته روان وو او یاد طالب په موټر کې له نورو مسافرو سره تر خبرو وروسته پوهېږي چې په موټر کې ورسره د پوځ یو قوماندان او یوه هم مهندس ناست دي او نوموړی له موټره تر کوزېدو وروسته دواړه وژني.

د صدیقي په وینا، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

د کابل ـ پروان لویه لار، یوه مهمه لار ده چې پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال پر موټریز کاروان هم پر همدې لاره برید شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام