یوناما: ۵ ورځو جګړو کې ۹۵ ولسي وګړي وژل شوي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، چې د تېرې یوې اونۍ د تلفاتو شمېر په ډاګه کوي، چې لا هم د افغانستان په ځینو برخو کې روانه جګړه او تاوتریخوالی له ولسي خلکو قرباني اخلي.

یوناما رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی په تېره یوه اونۍ کې ۴۶ د تاوتریخوالي او جګړو بېلابېلې پېښې ثبت کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې کاږل شوي، د ولسي تلفاتو په اړه د یوناما لومړنۍ شمېرې ښيي، چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر له ۳۰ مې د نوامبر تر ۵ نېټې پورې ۹۵ ولسي خلک وژل شوي او ۱۱۱ نور ټپیان شوي دي.

همداراز خبر پاڼه د افغانستان له پاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو له قوله لیکلي، چې د ولسي وګړو وژل د منلو وړ نه دي او دا ډول پېښې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅې زیانمنوي.

یوناما له افغان چارواکو غوښتنه کړې، چې د کندوز د وروستۍ پېښې په اړه دې د خپلواکو، بې پرې او سمدستي تحقیقاتو امکانات برابر کړي.

یوناما په داسې حال کې د ولسي تلفاتو په اړه خبرداری ورکوي، چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د کندوز ښار په بوز کندهاري سیمه کې د ولسي وګړو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۲ ولسي خلک ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام