یوناما: په ۲۰۱۷ کال کې له ۱۰ زرو ډېرو ولسي‌خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ولسي مرګ ژوبلې لامل په اړه ویل شوي چې په لومړۍ درجه کې ځانمرګو بریدونو او ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکیو او دغه راز دویم ستر لامل د حکومت او مخالفو لوریو ترمنځ  نښتې سرلیک شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له‌خوا په کلني ریپورټ کې چې نن خپور شو؛ په ټوله کې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰ زره او ۴۵۳ ولسي مرګ ژوبله مستنده شوې چې ۳ زره او ۴۳۸ تنه وژل شوي دي او ۷ زره او ۱۵ تنه ولسي‌خلک ټپيان شوي دي.

د دې راپور پربنسټ دا شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۹ سلنه کموالي په ډاکه کوي.

د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل دغه هېښوونکې شمېرې د جګړې د اغېزو په اړه با اعتباره معلومات برابروي.  

په راپور کې د ولسي مرګ ژوبلې لامل په اړه ویل شوي چې په لومړۍ درجه کې ځانمرګو بریدونو او ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکیو او دغه راز دویم ستر لامل د حکومت او مخالفو لوریو ترمنځ  نښتې سرلیک شوي دي.

راپور له درېیو دوه برخې مرګ ژوبله (۶۵ سلنه) یې چې ۴۲ سلنه طالبانو ته، ۱۰ سلنه داعش او ۱۳ سلنه یې د حکومت نورو مخالفو او نامشخصو عناصرو ته نسبت ورکړل شوي دي.

دغه راز راپور وايي حکومت پلوه ځواکونو د پنځمې برخې تلفاتو لامل شوي چې ۱۴ سلنه یې افغان امنیتي ځواکونو، ۲ سلنه یې نړیوالو ځواکونو، یوه سلنه حکومت پلوه وسله‌والو او نامشخصو حکومت پلوه ځواکونو ته نسبت ورکړل شوي دي.

یوناما د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه لیکلي چې په ۲۰۱۷ کال کې ۳۵۹ مېرمنې وژل شوي او ۸۶۵ مېرمنې ټپيانې شوي چې ۵ سلنه زیاتوالی ښيي او دغه راز د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او ۲زره او ۳۱۸ ټپیان شوي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د کلني راپور پربنسټ داعش ډلې په ۲۰۱۷ کال کې ۳۹۹ ولسي خلګ وژلي، ۶۰۱ تنه یې ټپيان کړي او ۱۹۹ ولسي خلګ یې تښتولي دي. ریپوټ کاږلي چې دغې ډلې په ځاګړې توګه په ملکي مېشته سیمو کې له توپیر پرته امنیتي بنسټونه په نښه کړي دي.

د داعش ډلې په اړه ویل شوي چې پر عبادت ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکیو یې د شپږو بریدونو په ترڅ کې ۱۶۰ ولسي خلک وژلي دي او ۲۵۲ نور یې ټپيان کړي دي.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې یوناما ولسي تلفاتو ثبتول پیل کړي په افغانستان کې ترټولو خونړۍ پېښه یې مستنده کړې چې هغه په کابل کې د مې په ۱۳ مه نېټه موټربم چاودنه وه، چې ۲۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکیو توکیو ته یې چاودنه ورکړل شوې وه. د دې برید په ترڅ کې ۹۲ کسان وژل شوي وو او ۴۹۱ ټپیان وو.

یو نامان په دې راپور کې د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو د خوندیتوب له‌پاره پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام