په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پلاوي معاونیت (یوناما) وايي، چې په افغانستان کې بندیانو ته په منظم ډول روغتیايي خدمتونه نه رسیږي.
یوناما نن (پنج شنبه اپرېل ۲۸مه) د افغانستان په بندي خانو کې د روغتیايي حالت د ارزولو تر سرلیک لاندې یو څېړنیز راپور خپور کړی دی، چې په کې راغلي د افغانستان په ټولو زندانونو کې بندیانو ته اساسي روغتيايي خدمتونه رسیږي، خو دغه خدمتونه په یو ډول نه دي.
د دغه راپور پربنسټ په هغو بندي خانو کې چې د بندیانو شمېر زیات دی، بندیانو ته په منظم ډول روغتیايي خدمتونه نه رسیږي.
د یوناما د خپور شوي راپور موندنې ښيي، چې په زندانونو کې بندیان د روان درملنې له طبي خدمتونو بې برخې دي او د ستوماتولوژي (د غاښونو طب) طبي خدمتونه نه لري.
په ښځینه زندانونو کې په کافي اندازه د ښځینه ډاکټرانو نه موجودیت یو بله هغه ستونزه ده، چې ښځینه د ولادت او له ولادته وروسته له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي.
یوناما په خپل راپور کې وايي، چې په زندانونو کې د غیرانساني چلند، سپکاوي او شکمنو زورونو په اړه د راپور ثبتولو له پاره مشخصه پالیسي نشته او وايي، چې د کورنیو چارو وزارت دې دغه تشه ډکه کړي.
یوناما په خپل دغه خپور شوي څېړنیز راپور کې د کورنیو او عامې روغتیا وزارتونو تر منځ د همغږۍ، د بندیانو له شمېر سره سم د ډاکټرانو د ګومارلو، د روان درملنې خدمتونو برابرولو، د غاښتونو طب د خدمتونو برابرولو او په ځانګړي ډول د ښځو له پاره د روغتیايي خدمتونو برابرولو وړاندیزونه کړي دي.
د یوناما د شمېرو له مخې د افغانستان د ولایتونو په بندي خانو کې ۲۵ زره ۳۰۰ کسان بندیان دي، چې زیاتره یې ناسم روغتیايي حالت لري.
د دې ادارې د راپور له مخې که د زندانیانو روغتیايي حالت ته پام ونه شي، حالت به یې نور هم خراب شي.