یوناما: امنیتي ځواکونه باید د ټاکنو په ورځ بې‌پرې وي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه باید د ټاکنو د ورځې د امنیت ساتنې پرمهال له سیاسي اړخه خپل بې‌پرې‌والی وساتي.

د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، له ټولو ننګوونو سره ـ سره د افغانستان امنتي ځواکونه باید هڅه وکړي چې د ټاکنو امنیت داسې خوندي کړي چې رایه‌ورکوونکیو ته د رایه‌اچونې زمینه برابروي.

د یوناما خبرپاڼې بله برخه کې راغلي چې د رایه‌ورکوونکیو، نوماندانو او د ټاکنو په مسوولینو هر ډول فشار یا تاوتریخوالی د منلو وړ نه‌دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي سلام وطندار ته وایي، ټول امنیتي بنسټونه خپلو کې په همغږۍ سره د ټاکنو امنیت خوندیتوب له‌پاره کار کوي او د ټولو رایې ورکولو مرکزونو امنیت ساتي؛ خو په هېڅ صورت به د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه ونه‌کړي.

ښاغلی رحیمي ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت نظارتي برخې د نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو د اندېښنو لېرې کولو له‌پاره د پولیسو له دندې څخه څارنه کوي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت له خلکو، د نوماندانو له ناظرینو، او له نړۍوالو ناظرینو غوښتي، که د پولیسو له لوري د کومې تخطۍ شاهد وو؛ نو سمدلاسه دې د کورنیو چارو وزارت ته په مستقیم ډول احوال ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام