ینس‌ سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو حضور، د دې هېواد له شرایطو سره تړلی

د ناټو سرمنشي ینس‌سټولټنبرګ نن په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی.

نوموړي چې کابل کې له ولسمشر محمداشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډې کې خبرې کولې وویل، ناټو به تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې ترهګرې ډلې ختمې شوې نه‌وي او افغانان سولې او امنیت ته رسېدلي نه‌وي.

د ناټو سرمنشي وویل، ناټو او د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د ډېر حضور لرلو له‌پاره هڅه کوي چې له افغان‌ځواکونو سره د روزنې او مشورې برخې کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې ولسمشر محمداشرف‌ غني د افغان‌سولې له‌پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو ستایلو ترڅنګ، له طالبانو سره د مخامخ خبرواترو له‌پاره د هېواد په کچه د ځانګړي بورډ د جوړېدو خبر ورکړ.

ولسمشر غني زیاته کړه چې په ټولو ولایتونو کې یې د رښتینو خبرو اترو له‌پاره یې ټولو والیانو ته لارښوونه کړې چې په هر ولایت کې د سولې خبرواترو ځانګړی بورډ جوړ کړي. نوموړي تمه وښوده چې له وسله‌والو طالبانو سره به په نږدې راتلونکي کې مخامخ خبرې‌اترې پیل کړي.

د افغان‌سولې له‌پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو وروسته داسې ښکاري چې له وسله‌والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې‌اترې تودې شوې دي.

د سولې کولو په بدل کې د طالبانو یو شرط له افغانستان نه د ناټو ځواکونو وتل دي، خو اوس به ولیدل شي چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې پیلېدونکې خبرې‌اترې څه پایلې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام