د دایکندي ولایت کروندګر وايي، د دوی د ژوند او عایداتو تر ټولو ستره سرچینه د بادامو حاصلات دي؛ خو سږ کال دې سرچینې کې هم د کمیت او هم د بیې له اړخه کموالی راغلی دی.
د دایکندي یو کروندګر محمدرضا د بادامو کم بارلرونکو ونو ته په اشارې سره وايي، ونې د ګل کولو موسم کې یخ وهلي او وروسته وچکالۍ د دې لامل کېږي چې میوه ونه نیسي. دی په ورته وخت کې د بادامو د نرخونو نه هم شکایت کوي او وايي، پخوا یو من بادام په ۱۲ سوه افغانۍ وو؛ خو سږکال ۴ سوو افغانیو ته راښکته شويدي.
تېر کال د محمدرضا د بادامو حاصلات ۱۶۰ منه وو؛ خو سږ کال ۴۰ منو ته راټيټ شوي.
کلونه کیږي چې حاجي خانعلي په کرنیزو چارو او سوداګرۍ بوخت دی او مختلفو بازارونو کې د بادامو حاصلات پلوري.
د حاجي خانعلي په باور، د دایکندي د کرنې ریاست د بادامو ونې وضعیت ښهوالي او ناروغیو مخنیوي لهپاره له کروندګرو سره همکاري نهده کړې او دغه موضوع د دې باعث شوېچې د ده د بادامو حاصلات ـ چې په منځنۍ کچه ۳۰۰ منه وو ـ په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
د دایکندي ځېنې کروندګر د دغه ولایت د کرنې له ریاسته غواړي چې د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د بادامو ښهوالي لهپاره دوی ته اصلاح شوي تخمونه ـ چې د یخ او ناروغیو پر وړاندې مقاومت ولري ـ ورکړي.
د دایکندي د کرنې ریاست مسوولان هم یخني او وچکالي دې ولایت کې د بادامو حاصلاتو کمېدو لامل بولي.
د دایکندي د کرنې رییس سید عبدالواحد فیروزي وايي، روان کال کې د دې ولایت ۵۰ سلنه کرنیز حاصلات ضایع شويدي.
د دایکندي د کرنې رییس په وینا، دې ریاست په روان کال کې کروندګرو ته د بادامو اصلاح شوي تخمونه ونهشول وېشلی؛ خو راتلونکي کال کې به کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي.
د دایکندي د کرنې ریاست شمېرو په اساس، دغه ولایت ۲۴ ډوله بادام لري چې تر ټولو مهم یې ستاربايي بادام دي.
ملي او محلي بازارونو کې د دې بادامو یو من تر ۵ زرو افغانیو پورې پلورل کېږي.