پوره کال مخکې ولسمشر محمداشرف غني پکتيا کې د ۲۲۰کيلو واټه برېښنا سبسټېشن پرانېست او ژمنه یې وکړه چې لومړي پړوا کې به د درېيوو مياستو په موده کې ۱۳ زرو کورونو ته برېښنا ورسېږي.
ښاغلي ولسمشر هماغه مهال دا وعده هم کړېوه چې د يو کیلو واټ به له ۳۰ افغانيو نه ۶ افغانيو ته کم شي.
خو نن ګردېز کې د ولايتي شورا استازیو او مشرانو په يوې خبري غونډې کې وويل چې پکتيا کې د وارداتي برېښنا د وېش چارې په ټپه ولاړې دي او غوښتنه کوي چې ژر باید دې ولايت ته د برېښنا وېش پيل شي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدالرحمان قادري او مدني فعال جمعهګل افغان ګواښ وکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي؛ د برېښنا ریاست دروازه به وتړي.
دوی ادعا کوي چې د برېښنا پر سبسټېشن هېڅ کار نهدی شوی پهداسې حال کې چې په نورو ولایتونو کې ورته انتقالي برېښنا کارونه وخته خلاص شويدي.
د پکتيا کې د برېښنا رياست مسوولانو سلام وطندار ته وويل، د برېښنا د وېش چارې د ژمي او ځېنو نورو تخنيکي ستونزو له امله ځنډېلې وې او راتلونکي يوه اوونۍ کې به بېرته پيل شي.
ځايي اوسېدونکي دا هم وايي چې د برېښنا وېش د نه پيل له امله پکتيا کې د ډېر شمېر کارخونو او فابريکو مالکان هم فعاليت ته زړه نه ښه کوي چې د دې ولايت پر اقتصادي ودې یې هم ناوړه اغېز کړیدی.
ورته مطالب:





