پهداسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو او شمالي کوریا مشران شاوخوا یوه میاشت وروسته په سینګاپور کې سره وګوري؛ ولسمشر ټرمپ په یوې خبري غونډې کې خبرداری ورکړی: «که د دوی ترمنځ خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي؛ د شمالي کوریا له مشره به ملاتړ وکړي چې په واک کې پاتې شي او هېواد به یې هم ښه بډای شي.» او که خبرې په ناکامۍ تمامې شي؛ کیم جونګ اون به د لیبیا د مشر معمر القذافي په برخلیک اخته شي.
هاخوا بیا شمالي کوریا د واشنګټن او سئول ترمنځ د ګډو پوځي ازمایښتونو په اعتراض د دواړو هېوادونو د چارواکیو ترمنځ د تېرې چهارشنبې په ورځ د لیدنې د لغوه کولو په اړه خبر ورکړیو. شمالي کوریا هم امریکا ته خبرداری ورکړیو چې د دې بهیر د دوام ترمهاله به د شمالي کوریا د مشر او امریکا د ولسمشر ترمنځ به خبرې اترې رد کړي.
د جنوبي کوریا د فاع وزارت هم تېره میاشت په یوې خبرپاڼې کې اعلان وکړ: «سره لهدې چې د جنوبي کوریا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ لیدل ځنډېدلي؛ د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ به ګډ پوځي ازمایښتونه دوام وکړي.
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «یاد ازمایښتونو به له مخکې نه د تعیینو شویو برنامو پر اساس ادامه وکړي.»