کوچیان: حکومت مو غږ نه‌اوري

د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د کوچیانو لسګونو قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې ګڼې ستونزې د لوګر ولایتي ادارې له چارواکیو او له هغې لارې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې.

د را ټولو شویو کوچیانو په استازولۍ حاجي سلام خان کوچي وویل، چې په تېرو څوو کلونو کې د افغانستان مرکزي حکومت او د لوګر ولایتي ادارې له پامه غورځولي دي.

هغه همدا راز وویل، چې اوسمهال کوچیان په لوګر کې پر پوهنې، رغنیزو پروژو او مالدارۍ سربېره د سرپنا د ځمکو له ستونزې سره مخ دي.

ده زیاته کړه، کله چې ولایتي ادارو ته ځي؛ د دې پر ځای چې د هغو ستونزه واوري، بې‌عزته کېږي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د کوچیانو ستونزې هوارې کړي.

کوچیانو مرکزي حکومت ته وړاندیز وکړ، چې پر لوګر سربېره د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کوچیانو ته ځانکړې پاملرنه وکړي. دوی په ټینګار سره وویل، چې د پوهنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر والي محمد حلیم فدايي د کوچیانو ستونزې پر ځای وبللې او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د کوچیانو د ستونزو په حل کې نه یوازې د لوګر ولایتي اداره، بلکې مرکزي حکومت هم ګامونه واخلي.

ده زیاته کړه، د کوچیانو د حقوقو په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان به دقیقاً عملي کېږي او د هغوی ټولي ستونزې به هوارېږي.

فدايي که څه هم د چا نوم وانه‌خیست؛ خو زیاته یې کړه، چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د لوګري کوچیانو ترمنځ واټن پیدا کړي؛ خو دولت به دې کړیو ته د توطیه جوړولو په پار موکې ورنه‌کړي.

د لوګر والي دا هم وویل، چې د کوچیانو د ستونزو د حل په پار ګډ کمېسیون جوړ شوی، چې په لوګر کې د کوچیانو د ستونزو د هواري ترڅنګ د قومونو ترمنځ یوالي راولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام