کونړ کې د ځنګلونو ریبولو د پلویانو لاریون په تاوتریخوالي واوښت

 

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، په‌دغه ولایت کې د ځنګلونو د رېبلو پلویانو لاریون په تاوتریخوالي واوښت، چې له امله یې یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

لاریون وروسته له هغې په تاوتریخوالي واوښت، چې پولیسو یې د ارامولو کوښښ کاوه.

ګڼ شمېر لاریون کوونکو نن سهار د کونړ په مرکز اسعداباد کې د وزیرانو شورا د هغې پرېکړې په ملاتړ لاریون وکړ، چې له مخې یې له کونړه د لرګیو د پخو موادو لېږد ازاد شوی.

دوی په شهیدانو چوک کې په لرګیو بار یوه سوزکي موټر ته اور هم ورته کړ.

لاریون‌کوونکو ویل، چې په کونړ کې لرګي کله د والي او کله هم د دغه ولایت د امنيې قوماندان له‌خوا بنديږي.

یاده دې وي، چې له‌دې وړاندې د یاد ولایت امنیې قومندانۍ له کونړ څخه د لرګیو د وتلو مخالفت وکړ او دغه چاره یې د لرګیو مافیا ته د ځنګلو د بیا وهلو زمینه‌سازي وګڼله .

د کونړ د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار وايي، چې حکومت دې د لرګیو قاچاق‌وړونکي او د ځنګلونو وهونکو سره قانوني چلند وکړي، نه د لاریون کوونکو سره تاوتریخوالی.

هغه وویل، په دغه لاریون کې د پولیسو له لوري تر ۱۵ لاریون‌وال وهل شوي دي.

له بل لوري بیا لاریون کوونکي وایي، تر هغې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي، چې څو له کونړه د لرګیو پاخه مواد نه‌وي ازاد شوي.

خو د کونړ امنیې قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت بیا تور پورې کوي، چې دغه لاریون د صنعت‌کارانو په نوم د لرګیو قاچاقچیانو جوړ کړی و، چې د تاوتریخوالي هڅه یې کوله، نو ځکه پرې پولیسو هوايي ډزې او اوبه یې پرې شیندلي دي.

امنیه قوماندان جمعه‌ګل همت له دې وړاندې سلام وطندار ته ویلي وو، چې د لرګیو ازادېدل مافیایي ډلو ته د ځنګلونو غېر قانوني وهلو زمینه برابروي.

د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي، چې دوی د وزیرانو شورا پرېکړه عملي کوله، خو د امنیې قومندانۍ له لوري یې مخه نیول شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې ریاست هم ویلي، چې د لرګیو دازادېدو سره د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې  د ځنګلونو وهل پیل شوي دي.

د یادولو ده، چې د لرګیو ازادېدل د کونړ او ننګرهار مدني فعالانو او د ټولنیزو پاڼو کاروونکو هم غندلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام