
پلازمینې کابل ته د سلام وطندار استول شوي خبریال مالومات ښيې، چې د مخابراتي شرکتونو نا ثبت شوي سیمکارتونه په ښکاره په بازارونو کې پلورل کیږي.
دا داسې مهال ده، چې د یو شمیر مسوولینو پروینا ددغو سیمکارتونو پیر او پلور امنیتي او ټولنیزې ستونزې له ځانه سره لري.
د نا ثبت شویو سیمکارتونو یوه پلورونکي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ ناثبت شوي سیمکارتونه له تذکرې او ثبت پرته پلوري.
یو بل پلورونکی وايي، چې دغه سیمکارتونه د مشتري په نوم راجستر نه دي، نو که هر ډول خلاف کار و کړي د سیمکارت په لرې کولو سره يې څوک نه شي پیداکولی.
"هیڅ ستونزه نه لري ټول بازار ترې ډک دی، په مبایل کې دې واچوه که کار يې ونه کړ لرې يې واچوه، که په همدې سیمکارت نفر هم ووژل شي ستا په نوم ثبت دی چې څوک تا ونیسي؟ نه، که نفرهم ووژل شي ستا کار پرې نه شته قتل پرې وکړه کومه خبره نه ده."
د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ویاند یاسین صمیم هم په بازارونو کې دغیرراجستر سیمکارتونو پیر او پلور مني او وايي، چې دغه سیمکارتونه، نه یوازې امنیتي بلکې ټولنیزې ستونزې هم رامنځته کوي او ځینې ترهګر هم کار ترې اخلي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې له امنیتي بنسټونو، اترا او مخابراتو وزارت استازو یوه ګډه کمیټه جوړه شوې چې له مرکز او ولایتونو ناثبت شوي سیمکارتونه او سیم باکسونو راټول کړي.
"دا یو څرګند حقیقت دی، چې په بازارونو کې غیر راجستر سیمکارتونه پلورل کیږي موږ په مرکز او ولایتونو کې د څارنې مشخص ټیم لرو، زموږ د اترا ټیم او د څارنې ټيم دوی څاري هغه کسان چې ناقانونه او نا ثبت شوي سیمکارتونه پلوري قانوني چلند ورسره کیږي."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندارته وویل، چې د ناثبت شويو سیمکارتونو پیر او پلور یو سرخوږی دی، چې مجرمین له دغو سیمکارتونو ناوړه ګټه پورته نه کړي.
ښاغلي صدیقي په ټینګارسره وویل، چې شرکتونه باید هیچا ته اجازه ورنه کړي چې له راجستر پرته سیمکارتونه واخلي او له مخابراتي خدمتونو برخمن شي:
"دا یوه جدي ستونزه ده چې دوکانداران او یا هم هغه کسان چې د یو کس په تذکرې نورو کسانو ته سیمکارت ویشی دا یو غیر قانوني کار دی او حتما له دوی سره قانوني چلند کیږي ځکه چې نیت يې سم نه دی."
د صدیقي پروینا افغان ملي پولیسو ته په ټینګار سره بیا وویل شي چې هر چیرې چې نا ثبت سیمکارتونه پلورل کیږي مخه یې ونیسي.
همدارنګه یو دوکاندار د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندارته وویل، چې که سیمکارتونه قانوني وپلوري او له مشتري د ثبت له پاره تذکره وغواړي هغوی یې نه رانیسي او ترې ځي. دی وایي په دې توګه یو دوکاندار په میاشت کې دوه درې سیمکارتونه هم نه شي پلورلی نو ځکه خو په جعلي تذکرو د بل چا په انځور سیمکارتونه ثبتوي او پر مشتریانو يې پلوري.
د ناراجستره سیم کارتونو پلور به افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده تردې مخکې هم په دې اړه څو څوځله شکایتونونه شوي او چارواکو هم ویلي چې ددغه کارمخنیوی به کوي خو داسې ښکاري چې تراوسه دا وړۍ لا نه ده شړۍ شوې.





