کونړ کې د بېاسنادو او لنډمهالي پلېټ لرونکیو موټرو خاوندانو چې یو شمېر عام خلک هم ورسره وو، دغه ولایت کې د یادو موټرو د بندیز پر وړاندې لاریون وکړ.
دوی نیوکه کوي چې حکومت دې د دوی د موټرو نیولو پرځای، هغو ته پنځه کلن پلېټونه ورکړي او په لوی لاس دې د خلکو روزي نه بندوي.
ولسمشر محمداشرف غني د ځانګړي حکم او د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، په ټول هېواد کې د ۵ کلونو اسناد لرونکیو او بېکاغذه موټرو په تګراتګ بندیز لګېدلی او حکومت په یوشمېر ولایتونو کې ګڼشمېر موټر نیولي هم دي.
خو کونړیانو د وزیرانو شورا د دغې پرېکړې لاریون وکړ. نورالله، عزتالله او انصار چې پهدغه لاریون کې یې برخه اخیستې وايي، حکومت دې ورته د ۵ کلونو اسناد ورکړي یا دې هم دومره ورته په تمه شي چې خپل موټر د افغانستان لاس ته واړوي.
لاریونوال وايي، د موټرو له کابروبار نه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، خو دولت ترې موټر نیولي او له کباړ کولو وروسته یې یوازې پرزې ورکوي.
خو د کونړ امنیې قومندان حقنواز حقیار وايي، دوښمن ډېری له یو کیلي او بېاسنادو موټرو ګټه اخلي او موټر لرونکي باید ورته اسناد واخلي، کهنه د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال هم په ډېری ولایتونو، په ځانګړې توګه سرحدي هغو کې د یوې کیلې لرونکي او بېاسناده موټر چلېږي او د شنونکو او عامو خلکو په وینا، ډېری جنايي او ترهګریزې پېښې هم د همدغو موټرو له کبله کېږي.