د عامې روغتیا وزارت مسوولان په کندهار، نیمروز او دایکندي ولایتونو کې د کورونا د ۴ نورو مثبتو پېښو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، یاد وزارت کې د کورونا ویروس د تشخیص په مرکز کې له ۶۰ شکمنو پېښو دوه مثبتې یې په کندهار، یوه نیمروز او یوه مثبته پېښه هم په دایکندي کې تشخیص شوې ده.
د یادو پېښو له ثبت سره هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۷۴ ته پورته شوې چې په دې ډله کې څلور بهرني امنيتي ځواکونه هم شامل دي.
د یادولو ده چې په دې شمېر کې ۴ یې مړه شوي او ۵ نور یې ښه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په هرات کې ۱۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او له هغې وروسته کابل هغه ولایت دی چې د کورونا مثبتې پېښې په کې لسو ته رسېدلې دي.
پنځه هم په نیمروز کې، پنځه په فراه کې، څلور سمنګانو کې، درې لوګر کې، درې بلخ کې، درې کندهار کې، دوه زابل کې، دوه دایکندي کې، یوه غزني کې، یوه بدخشان، یوه ننګرهار، یوه کاپيسا، یوه بادغیس او یوه هم سرپل کې ثبت شوې ده.