نړیوال بانک د افغانستان لپاره ۱۰۰،۴ میلیونه ډالره مرسته تصویب کړه. دا مرسته په افغانستان کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې له بېړنۍ پروژې سره شوې ده.
د نړیوال بانک خبرپاڼه چې نن خپره شوې وایي، دا مرسته به په افغانستان کې د روغتیایي نظام پرپیاوړتیا او د دغه هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کورونا د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې ولګول شي.
نړیوال بانک ویلي چې یاده پروژه به په افغانستان کې د کورونا ویروس پر منفي اغېزو او دغه راز د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه ولګول شي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک ډلې د دفتر رییس هنري کرالي ویلي: «نړیوال بانک ژمن دی چې په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغان دولت او خلکو تر څنګ ودرېږي او د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.»
نړیوال بانک له افغانستان سره داسې مهال دا مرسته تصویبوي چې په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي، کورونا ویروس اوس په افغانستان کې د لېږدېدو پړاو ته رسېدلی او ځینې داسې کسان یې نیولي چې ایران او یا چین ته یې هېڅ سفر نه دی کړی.
افغانستان ته د کورونا ډېره ناروغي له ایرانه رالېږدېدلې ده.
په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر شپږو او له دغې ناروغۍ د بېرته روغ شویو کسانو شمېر هم ۱۰ ته رسېدلی دی.