د لوړو زدهکړو وزارت مسوولان وايي چې د کابل طبي پوهنتون او د ياد پوهنتون د ټکنالوژۍ او د طبي تجهيزاتو د بيا جوړولو فني څانګې د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړې ده.
د ياد وزارت وياند عزیزاحمد اوریاخېل سلاموطندار ته وايي چې ولسمشر غني ياد وزارت ته فرمان ورکړی و چې له علمي کادرونو نه په ګټې اخيستو له کورونا سره د مبارزې په برخه کې هڅه وکړي.
د اورياخېل په وينا، د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ د ياد وزارت د متخصصانو د هڅو په پايله کې او هغه وسايل چې دوی يې دننه هېواد کې لري، د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړه.
په نړيوال بازار کې د تنفس د مصنوعي يوې دستګاه بيه ۳۰ زره ډالره ده؛ خو د کابل د طبي پوهنتون ډاکټرانو دا دستګاه د ۳۰ افغانيو په لګښت جوړه کړه.
اورياخېل زياته کړه، که دولت ورته امکانات ورکړي د کابل د طبي پوهنتون متخصصان کولای شي په درې ورځو کې داسې يوه دستګاه جوړه کړي.
د لوړو زده کړو وزارت مسوولان وايي چې د عامې روغتيا وزارت د يادې دستګاه کار کول تاييد کړي دي.
د يادې دستګاه فني ډله وايي، د تنفس ياده مصنوعي دستګاه يې د علياباد په تدريسي روغتون کې څو ځلې وازمايله او د عامې روغتيا وزارت له لوري تاييد شوه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، که چېرې د مصنوعي تنفس پر دستګاه د «کلینیکي ازموینې» دمخه او وروسته ټول مراحل ترسره شوي وي او یو تضمین موجود وي چې دا به د ناروغ ژوند ته ګواښ نه پېښوي، دا به په اوسني وضعیت کې یو مثبت ګام وي.
له دې وړاندې د هرات روباټ جوړوونکيو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړې وه چې د عامې روغتيا وزارت ويلي و، دا دستګاه معياري نه ده.
کورونا ويروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی او د ډېرو خلکو ژوند يې اخيستی دی. دا ناروغي تنفسي سيستم زيانمنوي چې يو کس نه شي کولای په اسانۍ سره ساه واخلي.
د مصنوعي تنفس دستګاه له ناروغانو سره مرسته کوي چې د ساه اخيستل يې په بدن کې په اسانۍ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې پر کورونا ويروس ۲۴۶۹ کسان اخته شوي دي چې له دې ډلې ۳۳۱ یې ښه شوي او ۷۲ يې مړه شوي دي.