کورونا؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳کسان مړه شوي دي

د عامې روغتيا وزارت په خپل ورځني راپور کې اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له ۴۲۰ شکمنو پېښو ۷۴ يې مثبتې پېژندل شوې دي چې له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۳۹۸ ته ورسېد.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۴۶۰ کسان ښه شوي چې د ټولو ښو شويو شمېر ۳۰۵۳۷ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت همداراز ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله ۳ کسان مړه شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کورونا له کبله تر اوسه پورې ۱۴۱۲ کسان مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام