د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۱ ولايتونو کې د کورونا ويروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره د ټولو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد.
د ياد وزارت وياند وحیدالله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ويروس ۱۶ کسان په کابل، ۸ په هرات، ۲ په دايکندي، ۲ په تخار، ۲ په کندهار، ۲ په لوګر او يو يو هم په پروان، غور، بادغيس، باميان او نيمروز ولایتونو کې اخته شوي دي.
په ورته وخت کې د پروان ولايت د عامې روغتيا رييس صفيالله وارسته وايي، د ياد ولايت پر کورونا يو اخته کس په کابل کې مړ شوی دی. نوموړی سلاموطنداز ته وايي، ياد ناروغ کس ډېر عمر درلود او درملنې لپاره کابل ته لېږل شوی و.
د يادولو ده چې پر کورونا د اخته کسانو له ډلې ۳۲ يې ښه شوي او ۱۵ نور يې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت وويل چې ياد وزارت ۱میلیون محافظتي کېټونو او ۵۴ ميليون لېټره اېتانول ته اړتیا لري.