نن په سلګونو تخاریانو پهدې ولایت کې د برېښنا د نهشتوالي له امله لاریون وکړ او د والي له دفتره د وتلو لاره یې د څوو ساعتونو لهپاره تړلې وه.
اعتراضکوونکیو چې «برېښنا غواړو» شعار یې ورکولو، محلي حکومت پهدې تورن کړی چې د طالبانو له لوري د پرې شوې ۲۲۰ ولټه برېښنا په بیاځلي تړلو کې ناغېړي کوي.
دوی له حکومته غواړي چې هر څومره ژر کېږي؛ د تالقان ښار برېښنا دې وتړلي؛ ګنې پراخ لاریونونه به وکړي.
دوی خبرداری ورکوي، که د دې ولایت د برېښنا ته پام ونهشي؛ محلي حکومت به رخصت کړي او د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې مرکزونه به وتړي.
اعتراضکوونکي د ۱۰ مادهییز پرېکړهلیک په صادرولو سره د تخار برېښنا د تړلو، له غیرمسوولو کسانو نه د وسلو راټولولو او د ماورای کوکچه او تالقان ښار د سړک پخولو غوښتونکي شول.
د تخار د والي ویاند سنت تیموري وايي چې د کندوز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو لهپاره د پوځي عملیاتو چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به د تالقانو برېښنا بېرته وصل شي.
د ویلو ده چې طالبانو ۳ میاشتې مخکې د کندوز ولایت په اقتاش سیمه کې د تخار ولایت د برېښنا مزی پرې کړیو.