د کندوز ځینې ملایان د یوشمېر نارینهوو نوماندانو په غونډو کې ګډون او د ښځینه هغو پرضد تبلیغات کوي.
دوی ښځینه نوماندانو ته د رایو ورکول ناسم کار بولي او ټینګار کوي چې د ښځو تر اغېزې لاندې رانهشي او هېڅکله هم ښځینه د خپلو استازو په توګه ونه ټاکي.
له کندوزه ولسي جرګې ته نومانده مرضیه رستمي وايي، د ټولنې ستونزې د نارینهوو په پرتله ښځو ته ډېرې معلومې دي او په ښه توګه کولی شي انعکاس ورکړي.
نوموړې خبرداری ورکوي، که د ټاکنو او بشري حقونو خپلواک کمېسیونونه او د حج او اوقافو ریاست د یادو تبلیغاتو مخه ونه نیسي، دوی به یې پروړاندې غبرګون وښيي.
بلخوا کندوز کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس سیدحفیظالله فطرت په ټاکنو کې ګډون او د رایې کارول د انسانانو سیاسي او مدني حق دی او اړوندې ادارې باید د ښځینه نوماندانو پروړاندې د روانو تبلیغاتو مخه ونیسي.
د کندوز د حج او اوقافو رییس مولوي رشاد ارشاد وايي، د ولایت ټولو دیني عالمانو ته د یوه مکتوب له لارې لارښوونه شوې چې د ټاکنو بهیر ملاتړ وکړي.
نوموړی زیاتوي، حکومت مسوولیت لري، له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې د ملي بهیر پروړاندې منفي تبلیغات کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په شمال ختیځ، په ځانګړې توګه کندوز کې د افراطیت ډېروالي د خلکو اندېښنو راپورته کړې وې.