کندوز کې د ۴ ښځو جسدونه موندل شوي

د کندوز د ښځو چارو رییسه نصیبه هولکر په دغه ولایت کې د پولیسو له لوري د ۴ ښځو د جسدونو موندلو خبر ورکوي.

نوموړې سلام‌وطندار ته ویلي چې د کندوز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو څلور ورځې وړاندې د یوې مېرمنې او ۳ نجونو جسدونه موندلي، خو په وینا یې، تراوسه یې د کورنیو غړي نه دي پیدا شوي.

هولکر زیاتوي، یادې ښځې په بې‌رحمانه ډول وژل شوي او جسدونه یې د څېړنې لپاره عدلي طب ته لېږل شوي دي.

خو د کندوز د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې د دوو ښځو جسدونه یې د کندوز ښار په اړوند سیمو کې پیدا کړي او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

د کندوز امنیې قوماندان عبدالرشید وايي، د سیمې خلکو یاد جسدونه ښار ته راوړي چې په وینا یې، په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام