کندوز کې د طالبانو له‌خوا د وژل شویو کسانو په غبرګون کې لاریون وشو

نامسوولو وسله‌والو پرون شپه په یو ملېمستون کې ۶ ملکي وګړي وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی

د کندوز خان اباد ولسوالۍ په لسګونو اوسېدونکیو د وسله‌والو کسانو له‌خوا د شپږ کسانو د وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکي وايي، چې تېره شپه د (جنورۍ پر ۳۰مه) نامسوولو وسله‌والو په یو ملېمستون کې ۶ ملکي وګړي وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.

د کندوز د خان‌اباد ولسوالی ده ویران کلي یو شمېر اوسېدونکيو چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې له ځانه سره د اعتراض په توګه د کندوز ښار شرقي دروازې پورې ولېږدول او د نامسوولو وسله‌‌والو دا کار یې په کلکو ټوکو وغندلو.

اعتراض کوونکي د نامسوولو وسله‌والو له‌خوا د خلکو د ځورونې په اړه د شکایت ترڅنګ  له سیمه‌ییزو چارواکیو غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې عاملانو ته دی درنه سزا ورکړل شي.

د لاریونوالو له ډلې حضرت الله ادعا کوي، چې وژل شوي کسان بې‌دلیله وژل شوي دي او په هېڅ ډول امنیتي او کشفي ارګان پورې یې اړه نه لرله.

ضیا الحق هم ورته ادعا کوي، وايي، چې د شپې یو ناڅاپه وسله‌وال کسان مېلمستون ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې او دوی چې په نږدې هوټل کې دېره وو؛ وتښتېدل.

خو د هېواد په شمال‌لودیځ کې د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري وایي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې ۵ غیرمسوول وسله‌وال او یو ملکی وګړی د وسله‌والو کسانو له‌خوا وژل شوی او یو بل تن ټپي شوي دی.

هغه زیاته کړه، پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده، چې د پېښې عاملان وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

خان‌اباد د کندوز له ختیځو ولسوالیو ده، چې د سیمه‌ییزو سرچینو د شمېرو له مخې شاوخوا زر تنه غیرمسوول وسله‌وال په کې فعالیت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام