کندوزیان: پامیر ۱ عملیات بې ګټې و

امنیتي ځواکونو شپږ ورځې مخکې د کندوز ښار له شاوخوا پرتو کلیو د طالبانو وېستلو او د ښار له پاره د امنیتي کمربند جوړولو په موخه د پامیر ۱ په نوم عملیات پیل کړل.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې سیمه ییزو امنیتي چارواکو اعلان وکړ، چې د پامیر ۱ عملیاتو په نتیجه کې یې د بوزکندهاري، ملاسردار، اورتبلاقيو، عربانو کلی او د ښار په شمال ختیځ کې یو شمېر کلي له طالبانو پاک کړي دي.

خو اوس د کندوز د شمال ختیځو شپږو کلیو اوسېدونکي وايي، چې طالبانو له امنیتي ځواکونو کلي بېرته نیولي او دوی کډه شوي دي.

د عربانو کلي اوسېدونکی خالدین شکایت کوي، چې امنیتي ځواکونه له طالبانو د نیول شویو سیمو په اړه بې تفاوتي کوي.

دی وايي، امنیتي ځواکونو له طالبانو ۸ نیول شوي کلي بېرته پرېښودلي، چې په پایله کې یې له دوو کلیو شاوخوا ۶۰۰ کورونه کډه شوي او د خپلوانو په کورونو کې دېره دي.

د اورتبلاقي کلي بل استوګن حمیدالله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د امنیتي ځواکونو له خوا د ښار په شاوخوا سیمو او کلیو کې د پامیر ۱ عملیاتو ګټه ونه کړه.

د کندوز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالسلام هاشمي تاییدوي، چې د کندوز ښار له شاوخوا کلیو سلګونه کورنۍ کډه شوي دي.

دی وايي، چې ۴۰۰ کډوالو کورنیو د مرستو په خاطر عریضې ورکړي دي.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش هم د شمال ختیځو کلیو د سلګونو کورنیو بې ځایه کېدل مني، خو وايي، چې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په خاطر هڅې روانې دي.

خو دانش له تصفیه شویو سیمو د امنیتي ځواکونو شاتګ ردوی.

د والي ویاند وايي، امنیتي ځواکونه لومړی د ښار امنیتي کمربند جوړوي او بیا

له طالبانو د کلیو پاکولو په موخه عملیات کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام