د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د شینوزاده روغتون یو ډاکټر اقبال عمري چې پر کرونا ویروس اخته و، د چهارشنبې په ورځ په افغانـجاپان روغتون کې مړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه ډاکټر په کور کې قرنطین و، خو د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته پرون افغانـجاپان روغتون ته ولېږدول شو چې نن یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا په کابل کې په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو یو متخصص ډاکټر یوسف اریوبي او د امیري روغتون متخصص ډاکټر حنیفالله حنیف د کورونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
په کابل کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۰۹ ته رسېږي چې ۷ یې ژوند بایللی، خو ۱۱ نور بېرته ښه شوي دي.
بلهخوا په کندهار کې یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې په دغه ولایت کې ۱۸ ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي پر کورونا ویروس اخته شوي چې ټول قرنطین دي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.
خو د کندهار د روغتیا ریاست له بېړنیو پېښو سره د چمتووالي مسوول سرور فیروزي وايي، تر اوسه په دغه ولایت کې د کورونا ویروس ۹۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۳ یې ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د معلومولو د لابراتوار «کېټونه» خلاص شوي او اوس پهکې د شکمنو کسانو د تشخیص چارې په ټپه ولاړې دي.