کندهار کې ۱۰ ملي پولیس وژل شوي

کندهار کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت د شورابک ولسوالي په سارکو او د تخته‌پل ولسوالي په ملید سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.

سرچینې چې نه غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې په یادو بریدونو کې ۱۰ ملي پولیس وژل شوي دي.

خو د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمال‌ناصر بارکزی وايي چې په یادو ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو له امله یوازې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.‌

د نوموړي په وینا، په بریدونو کې ۵ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې طالبانو بېګاه د جوزجان په اقچې ولسوالي کې هم پر ځینو پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۳ د ملي اردو سرتېري او ۲ پولیس وژل شوي او ۶ نور طالبانو له ځان سره بیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام