کندهار کې یو مېړه خپله مېرمن ته اور واچولو

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون کې د سوځېدنې د څانګې مسوول ډاکټرمحمد ویس نن چهارشنبې د (فېبرورۍ پر ۹مه) خبریالانو ته وویل، دوی ته تېره ورځ د رازقې په نامه سوځول شوې ۴۰ کلنه مېرمن راوړل شوې ده.

دغه پېښه تېر مازیګر د کندهارښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د کلافیصل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په خبره، د مېرمنې سر، مخ، سینه او لاسونه سوځول شوي دي.

ډاکتر زیاتوي، تقریباً د ښځې د د بدن ۶۰ سلنه برخه سوځولې ده؛ خو اوس يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم د پېښې پخلی کوي، وايي، چې د ښځې خاوند د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

د ده به خبره، د پېښي عامل نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

د ښځي شل کلن زوی نوراحمد وايي، پلار يې د دوی له مور سره ښه چلن نه کولو او تل به يې وهله. هغه زیاتوي، پلار يې وزګار و او مور يې د پردیو کورونو مزدوري کوله.

دی وايي، چې پلار یې له دوی سره هم ښه وضعه نه کوله: «زه او یو بل ځوان ورور مې له تېرو ۶ کالو راهیسې پلار له کوره شړلي یو او د ماماګانو په کور کي اوسېږو.»

دا غواړي، چې د مور درملنه یې په سمه توګه وشي.

سوځول شوې ښځه، چې رازقه نومېږي؛ دامهال د میرویس حوزوي روغتون د سوځول شویو په څانګه کې د درملنه لاندې ده.

نوموړې وايي، د لومړۍ ځوانۍ څخه يې خاوند ورسره ښه وضعیت نه ده کړې او تل به يې د پيسو د ګټلو غږونه پسې کول.

سوځېدلې مېرمنې زیاته کړه: «په وروستیو کې مې د لور ۱۰۰ زره افغانۍ ولور اخیستی او خاوند مې غوښتل، چې دغه پيسې رانه واخلي خو کله چي مې انکار کړ؛ نو سهار وختي يې د چای پخولو پر مهال لومړی تېل راباندې وشیندل او بیا يې اور راواچولو.»

دا له دولته غواړي، چې نور له مېړه جلا ژوند وکړي او هغه ته سخته سزا ورکړي.

دا وايي تر ټولو غټه هیله يې دا ده، چې روغه شي او خپلو ۴ ماشومانو ته ژوندۍ پاتې شي.

د کندهار د ښځو چارو مسووله رقیه اڅکزۍ هم له مسوولینو غواړي، چې د رازقې د سمې درملنې ترڅنګ د هغه خاوند ته سخته سزا ورکړل شي.

د کندهار د بشري حقونو مسوولان هم د دا ډول پېښو د مخنیوي او په دې لاره کې د اړوندو څانګو له‌خوا د کوټليو ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام