کندهار کې سږکال ۹۷۶ ولسي خلک وژل شوي

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک ولایتي کمېسیون مسوولان وايي، په روان لېږدیز لمریز کال کې د بېلابېلو امنیتي پېښې له کبله ۹۷۶ ولسي خلک وژل شوي دي او ۷۶۹ تنه ټپيان شوي دي.

د دغه کمېسیون د پولیسو کړنو څار څانګې مسوول نعمت‌الله حسني سلام‌وطندار ته وویل، دغه شمېر ولسي وګړي د سړک غاړې ماین چاودنو، د هاوان ګولیو د سرګلولو، ځانمرګیو بریدونو، چاودنو او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

نعمت‌الله حسني وايي، په وژل شویو کسانو کې ۶۲۳ تنه نارینه، ۱۶۸ ښځې او ۱۸۵ ماشومان شامل دي. دغه‌راز په ټپيانو کې ۴۰۲ تنه نارینه، ۱۷۴ تنه مېرمنې او ۱۹۳ تنه ماشومان شامل دي.

بل‌خوا د کندهار ولس له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړو پرمهال د دوی ژوند ته پام وکړي.

د غمي په نوم یو کندهاري سلام‌وطندار ته وویل، شاوخوا یوه میاشت مخکې یې اوښی د سړک غاړې پر یو خښ شوي ماین وربرابر شو او ووژل شو.

هغه وايي، کورنۍ یې بې‌سرپرسته پاتې شوه او ټینګار لري چې ښکېلې خواووې دې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.

په کندهار کې د ولسي مرګ ژولې د شمېرو په اړه د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني سلام‌وطندار ته وویل، د نښتو او عملیاتو پرمهال حکومتي سرتېري د ولسي خلکو ژوند خوندیتوب په برخه کې زښت پام کوي او ولسي وګړیو ته زیاته مرګ ژوبل د طالبانو له‌خوا اړول شوې ده.

بل‌خوا قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي وايي، دغه شمېر ولسي خلک د طالبانو له‌خوا نه دي ژوبل شوي او دوی یوازې له بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام