د نفوسو احوالو ثبت ادارې رییس همایون محتاط په کابل کې خبري غونډې ته وویل د کاغذي پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده. په وینا یې د سلواغې لومړۍ نېټې راهیسې د هېواد په کچه شاوخوا څلورنیم میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د ښاغلي محتاط په وینا د پېژندپاڼو وېش لړۍ مخ په ښه کېدو ده د بیلګې په توګه وايي، د وري له ۱۵ بیا تر نن پورې شاوخوا یو میلیون او۲۰۰ زره پېژندپاڼې وېش شوي چې ډېری میرمنو اخیستې دي.
د دې ادارې د معلوماتو لهمخې د هېواد په کچه تراوسه ډېرې پېژندپاڼې په کندهار او تر ټولو لږ په نورستان او میدان وردګو ولایتونو کې وېشل شوې دي.
د نفوسو احوالو ثبت ادارې رییس په وینا د پېژندپاڼو وېش په پخوانۍ بڼه روان دی او کوم بدلون په کې راغلی نه دی.
د غه راز د نفوسو احوالو ثبت ادارې رییس د یو وکیل هغه تور رد کړ چې ویلي دي حکومت څلور میلیونه جعلي پېژندپاڼې ویشلي دي.
ده زیاته کړه تېره ورځ یې دا موضوع لویې څارنوالۍ ته محول کړې او ترې غوښتي یې دي چې له مدعي وکیله په دې اړه اسناد وغواړي.