د تخار ولایتي شورا رییس په وهلو، جعل‌کارۍ او قانون‌ماتونې تورن شو

سلام‌وطندار ته رسېدلي اسناد ښيي چې د تخار ولایتي شورا رییس وفي‌الله رحماني د تالقانو اهن‌درې سیمې کولابي کلي کې د درېیوو کسانو په وهلو او ‌ټکولو، ځورونې، د جعلي تحصیلي اسنادو په لرلو او له قانونه د تېښتې په تور د تخار پولیسو او استېناف څارنوالۍ تر څېړنو لاندې دی.

لاندې د تخار استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۶ کال د ۱۰ میاشتې پر ۶ نېټه د تخار امنیې قوماندانۍ ته په ۱۳۹۱ شمېره مکتوب کې لیکلي چې وفي‌الله رحماني د اهن‌درې سیمې د کولابي کلي درې کسان پرته له کوم لامله وهلي او ټکولي دي.

همداراز د تخار ولایت مقام تر نوم لاندې د عدلي او قضايي مرکز اداري فساد پر وړاندې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست د ۱۳۹۶/۱۰/۱۸ نېټې، ۶۵۰مې شمېرې مکتوب کې د دولسم ټولګي د فراغت جعلي سندونو او د پېژندګلوۍ ناسمو معلوماتو په تړاو د تخار استېناف څارنوالۍ ته د ولایتي شورا د مشر وفي‌الله رحماني ورپېژندلو غوښتنه کړې‌ده.

د تخار امنیې قوماندانۍ تر عنوان لاندې د عدلي او قضايي مرکز د اداري فساد پر وړاندې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست د ۱۳۹۶/۱۱/۱۱نېټې مکتوب کې لارښوونه کړې چې د جزايي اجراتو قانون د (20،80،87) موادو پر بنسټ دې د تخار ولایتي شورا مشر وفي‌الله رحماني د عریضه‌کوونکیو ادعاوو په تړاو هر څه ژر د څېړنو له‌پاره د تخار استېناف څارنوالۍ ته ورغوښتل شي.

د تخار د استېناف څارنوالۍ مشر محمدغوث امیري وايي، په‌داسې حال کې چې وفي‌الله رحماني جرم کړی؛ خو د دې ولایت استېناف څارنوالۍ کې یې له حضوره ډډه کړې‌ده.

د امیري په وینا، دوی خپل قانوني کار کړی او د اساسي قانوني د ۱۳۴مادې پر بنسټ، نیونه او کشف د پولیسو کار دی، په‌دې پار د جلب امر يې ورکړی؛ خو تراوسه نه‌دی حاضر شوی.

د تخار د پوهنې ریاست مشر عبدالسمیع ابدیار هم د وفي‌الله رحماني له لوري د اسنادو جعل مني او په‌دې برخه کې د څېړنو له پیلولو خبر ورکوي او زیاتوي چې د دې قضیې مسوولیت د تفتیش ادارې او څارنوالۍ په غاړه اخېستی چې د حقایقو څرګندېدو ته په تمه دي.

خو د تخار ولایتي شورا مشر وفي‌الله رحماني دغه تورونه د ځان پر وړاندې دسیسه بولي او وايي، یو شمېر زورواکیو تالقانو ښار کې دولتي ځمکې غصب کړي او شوې دعوه هم له دې موضوع سره تړاو لري.

دی پر ده د پورې شوي تور علت دا بولي چې په ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ فشار راوړي چې په ځېنو مواردو کې له فساد او د ځمکو له غصبه لاس واخلي.

د تخار امنیې قومندانۍ ویاند خلیل‌احمد اسیر هم وايي، د ولایتي شورا د مشر قضیه څارنوالۍ او محکمې کې ده او د ښاغلي رحماني د نیولو مکتوب د ولایت مقام ته استول شوی‌دی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې دولتي مسولان او زورواکي د هېوادوالو په وهلو او ‌ټکولو، فساد او د قانون په ماتولو تورنېږي. خو اړوند بنسټونه د دغو کسانو دوسیو ته لاس‌رسي او محکمه‌کولو کې جدیت نه ښيي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام