کندهار؛ ۲۳ زره ماشومان درانه کارونه کوي

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوول فخرالدین فایض سلاموطندار ته وویل، په وروستي یوه کال کې د جګړو زیاتېدو، د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت او ټرافیکي پېښو کې د کورنیو مشرانو له منځه تلو له کبله په دغه ولایت کې ماشومان د لوست پر ځای درنو کارونو ته اړ کېږي.

نوموړی وايي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې یوه نوې څېړنه کړې چې له مخې یې پر درنو کارونو د اخته ماشومانو شمېر شاوخوا ۲۳ زرو ته رسېږي.

نوموړی اندېښنه ښيي چې په جګړو کې ښکېلې خواوې له دغو بې‌سرپرسته ماشومانو نه په جګړه کې هم کار اخلي.

په کندهار کې د بشري حقونو ملاتړي او مدني فعالان هم پر درنو کارونو د اخته ماشومانو دومره لوړه کچه د اندېښنې وړ بولي.

د دوی په وینا، په یوشمېر ولسوالیو کې د جګړو له کبله د تړلیو ښوونځیو ترڅنګ، د ماشومانو له لوري د درنو کارونو کول یوه جدي ستونزه ده چې د هېواد راتلونکی نسل له تورې تیارې سره مخ کوي.

په کندهار کې د بشري حقونو فعاله عایشه نورزۍ وايي، د معلوماتو له مخې په کندهار کې ګڼ‌شمېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او اوس چې ۲۳ زره یې درانه کارونه هم کوي، د اندېښنې وړ ده.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې په هېواد کې د جګړو او بې‌وزلۍ له کبله شاوخوا ۲ ميليونه ماشومان د خپلو کورنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره پر کار بوخت دي چې نيمايي برخه يې درانه کارونه کوي.

بله‌خوا د کار نړيوال سازمان تازه شمېرې هم ښيي چې په ټوله نړۍ کې ۲۱۸ میليونه ماشومان او تنکي ځوانان پر کار بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام