افغانستان کې ۴،۵ میلیونه کسان په خلاصو ځایونو کې رفع حاجت کوي

د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد دورانی وايي، چې د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسف ادارې د معلوماتو پر اساس له ۲۰۱۱ کال راهیسې له ۵ میلیونو ډېر کسان د حفظ الصحې زده کړو ته لاس رسی لري او په خلاصو ځایونو کې د حاجت رفع کوونکو په شمېر کې ۱،۶ میلیونه کموالی راغلی دی.

دوراني وویل، افغانستان کې لا هم ۴،۵ میلیونه وګړي په خلاصو ځایونو کې رفع حاجت کوي.

دی وايي، اوسمهال په کلیو کې ۴۷ سلنه خلکو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوې او ۳۲ سلنه وګړي د پرمختللې حفظ الصحې زمینه لري.

په کابل کې د حفظ الصحې په لومړنۍ درې ورځنۍ غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل، د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد دورني، د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز، د نړیوال بانګ رییس، د یونیسف استازی او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل، چې د هېواد ۶۱ سلنه وګړي د حفظ الصحې زده کړو ته لاس رسی نه لري.

فیروز زیاته کړه، د حفظ الصحې نه مراعت کولو له امله ۶،۲ میلیونه ماشومان چې له ۵ کلونو کم عمر لري په نس ناستې او خوارځواکۍ اخته دي.

نوموړي وویل، په ۲۰۱۳ کال کې د تغذیې ملي سروې په راپور کې ویل شوي وو، چې په افغانستان کې ۴۱ سلنه خلک د ټیټ قد له سوې تغذې رنځوړي.

په غونډې کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل وویل، روغتیا مهمه موضوع ده او یوازې دولتي چارواکي نه، بلکې ټول وګړي مسوولیت لري، چې خپلې حفظ الصحې ته پام وکړي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، په ښوونځیو کې ۴۷ سلنه زده کوونکي د حفظ الصحې زده کړو ته لاس رسی لري، خو ۵۳ سلنه نور له دې زده کړو بې برخې دي.

د حفظ الصحې کنفرانس موخه په نویو پلانونو کار کول دي، چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې په خلاصو ځایونو کې د رفع حاجت ستونزه ختمه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام