کندهار؛ ۱۳۹۵ کال کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ۱۱ سلنه زیاته شوې

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفتر وايي، چې د کره شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ کال په یاد ولایت کې ۱۶۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې، چې له دې شمېرې ۷۵۶ کسان وژل شوي او ۸۵۹ نور ټپيان شوي وو.

کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمهییز دفتر کې د څارنې او څېړنې مسوول خیرالدین فایض له سلاموطندارسره په ځانګړې مرکه کې وویل، په تېر کال کې د ملکیانو مرګ ژوبله د نورو کلونو په پرتله ۱۱ سلنه لوړه شوې وه.

د فایض پر وینا، دا مرګ ژوبله د سرک غاړې ماینونو، بمباریو، ترور، ځانمرګه بریدونو، د بهرنیانو او افغان ځواکونو په ډزو او د ناچاوده مهماتو په چاودنو کې اووښتې وه.

فایض زیاتوي د ملکي مرګ ژوبلې ډېرې پېښې د سرک غاړي ماین چاودونو او ترور کې رامنځته شوې دي.

"مجموعاً شپاړس سوه او پنځلس تنه ملکي تلفات لرو، چي په دې کې ۸۵۹ کسان زخمیان او ۷۵۶   نور وژل شوي دي، چې نسبت تیرکال ته یوولس سلنه زیاتوالی ښیي

په دې قربانیانو کې کوچنیان، ښځې، زاړه خلک او نور شامل دي، چي اکثره د سړک غاړې ماینونو، ترور، بمباریو، د وسله والو جګړو، د هاوان سرګلولې چاودل اوداسي نور… دي ".

عام کندهاریان د جګړې پر دواړو غاړو غږ کوي، چي د دوی ژوند ته ډېره پام وکړي.                           دوی په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي، چي ترهرڅه لومړی د سولې لار غوره کړي، چي په دې سره د ملکیانو د ژغورنې ترڅنګ په خپله پر جنګ بوخت کسان هم ژغورل کیږي.  

د کندهاردوه اوسېدونکي عطاء الله او کبیراحمد وايي: "ملکي کسان هغه خلک دي، چي نه په دولت پورې اړه لري او نه په مخالفانو پورې، خو اوس زموږ په هېواد کې تر ټولو ډیر تاوان ملکیانو ته رسیږي. د ملکي خلکو مرګ ژوبله په هیڅ دین، قانون او اصولو کې نه ځاییږي.

 اکثره وخت د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو لخوا ملکي خلکو ته د سراومال تاوان رسیږي، ددې د مخنیوي له پاره تراوسه چا څه نه دي کړي.

تر هغه وخته، چي په یوه سیمه کې د ملکیانو ژوند ژغورل شوی نه وي، نو هلته د ارامۍ اوسوکالۍ خبرې یو خوب دی. غواړو، چي زموږ ژوند ته ډېره پاملرنه وشي. "

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بیا د پخوا په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې شمېر زیاتوالی نه مني او وايي، دولت د ملکیانو سراو مال ساتنې ته ژمن دی.

کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مسوولین د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي   چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.   

 د نورو ټولنیزو ښکارندو په شان جګړه هم ځانګړی قوانین لري چې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په کې ځای نه شته او دغه راز، د نړیوالو قوانینو له مخې هم باید په ټولو جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام